لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان په زیاتره برخو کې د گل په ورځ  اختر لمانځل شو


دپاکستان دقبائيلي او صوبه سرحد دځينو سيمو څخه علاوه په ټول پاکستان کې په حکومتي کچ وړوکى اختر نمانځل شوى دى.
داختر په موقع داسلام د فيصل جومات، دلاهور د بادشاهي جومات، دکراچۍ دميمن جومات څخه علاوه دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې داختردنمونځونو ادا کولو لپاره ځانگړي انتظامات شوي وؤ.
دمياشت ليدنې دمرکزي کميټې لخوا داختر داعلان کيدو سره سم خلک خوشحاله او دلويو ښارونو بازارونه دخلکو څخه ډک شول.
داختر داعلان کيدو څخه وروستو ميرمنې دبنگړو، نکريزو، او نورو دډول سينگار سوداگانو لپاره بازارونو ته لاړې او دغه بازارونه دنيمې شپې پورې دخلکو په رش ښائسته ښکاره شول.
دوړوکي اختر دنمانځلو په موقع په جوماتونو، بازارونو، دسود سودااخستو مارکيټونو، سرکاري ودانيو باندې په گڼ شمير کې پوليس ولاړ وؤ اؤ سخت امنيتي تدابير نيول شوي وؤ.
دا په داسې حال کې ده چې دصوبه سرحد دحکومت په وينا دخالي او اتوار په مينځ ماښام دپيښور په قاسم علي خان جومات کې دمياشتې ليدنې لپاره علماء کښيناستل او داتوار دورځې څخه يې داختر اعلان کړى ؤ.
همدغه راز دپاکستان په قبائيلي سيمو کې هم داتوار په ورځ وړوکى اختر ونمانځل شو.
خو دمياشتې ليدنې دمرکزي کميټې مشر مفتي منيب الرحمان دپيښور دعلماؤ داختر په هکله دغه پريکړه رد کړې وه.
دصوبه سرحد دچترال، مانسهرې او بټ خيلې سيمو ديني عالمانو هم دمياشتت ليدنې دمرکزي کميټې دپريکړې څخه ملاتړ کړى دى او ويلي يې ؤ چې دصوبايي حکومت په پريکړه به داتوار په ورځ اختر نۀ نمانځي.
خو بيا هم ځايې ديني عالمانو او په پيښور کې دشخصي مياشت ليدنې دکميټې ، چارسدې، صوابۍ، مردان ،شبقدر ، شمالي وزيرستان، باجوړ، مهمند ايجنسۍ او نورو سيمو علماء کرامو ادعا کړې وه دخالي اواتوار په مينځ ماسخوتن يې داختر دمياشتې دليدو په هکله باوري شهادتونه ترلاسه کړي وؤ.
دا لمړى ځل ؤ چې دصوبه سرحد حکومت په دغه غيرسرکاري غونډه کې دزونل کميټۍ غړو ته دگډون اجازه ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG