لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان کې دډرون بريد، پنځه تنان مړه


دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان دقبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان کې دطالبانو د تربییی په يو مرکز دشکمنو امريکايي جاسوسي الوتکو په بريد کې لږ ترلږه پنځه کسان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.
دغه بريد دنهې په ورځ دپاکستاني طالبانو دوژل شوي مشر بيت الله محسود دډلې داثر لاندې سيمه سرا روغه کې دځايې طالب کمانډر عرفان محسود په مرکز هاغه مهال وشو چې دغلته په گڼ شمير کې طالبان راټول شوي وؤ.
دسرچينو له مخې شکمنو جاسوسي الوتکو په دغه کور ميزائيل وداغل چې له امله يې دکور وداني ړنگه شوه.
سرچينې وايي په پيښه کې پنځه کسان وژل شوي خو دا نۀ ده معلومه شوې چې په دغو کسانو کې غيرملکيان يا کوم مهم طالب مشران شامل دي که نه؟
دپيښې څخه وروستو طالبانو دغه سيمه پخپله گيره کې اخستې ده او هيچا ته دغلته دورتگ اجازه نۀ ورکوي.
په سرا روغه کې دطالبانو دروزنې په مرکز دډرون دغه بريد په داسې حال کې ترسره شوى دى چې دپاکستان په صوبه سرحد سيمه کې دځانمرگي بريدونو لړۍ يو وارې بيا تنده شوې او په جنوبي وزيرستان کې دطالبانو په ضد عملياتو کې هم چټکتيا رامينځته شوې ده.
ځايې اوسيدونکي وايي هغوي ته دپوځ لخوا دسيمې څخه دوتلو وينا شوې ده چې له هغې وروستو په زرگونو خلکو دجنوبي وزيرستان څخه نزدې خوندي سيمو ته کډې کول پيل کړي دي.
يو شمير غربي هيوادونه وايي چې دالقاعده مهم مشران دپاکستان په غرييزو قبائيلي سيمو کې پټ شوي دي او دهغوي په ضد دامريکا ډرون بريدونه گټور ثابتيږي.
خو پاکستاني چارواکي وايي که هغوي ته دډرون ټيکنالوجي ورکړل شي نو پخپله به دتندلارو او ترهه گرو ځالې په نخښه کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG