لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندکې دسيلاب له امله ٢٣٠ وژل شوي دي


چارواکي وايي په جنوبي هند کې دسختو بارانونو له امله راغلي سيلاب کې ٢٣٠ کسان وژل شوې او په لکونو نور بې کوره شوي دي.
ددغه سيلاب له امله تر ټولو زيات ځاني زيان دهند په کرناټک الیالت کې شوی دی چې پکې ١٧٠ کسان وژل شوي دي.
همدغه راز په اندهرا پرديش ایالت کې ٣٧ او مهاراشټرا کې هم دسيلاب له امله ٢٦ کسان وژل شوي دي.
چارواکي وايي اوس مهال دهاغو خلکو لپاره دپناه ورکولو کار روان چې کورونه يې تباه شوي دي.
يو هندي چارواکي پيرش ونتهـ ويلي دي په کرناټک کې يو ميليون کسان بې کوره شوي چې دهغوي څخه ٣٥٠٠٠٠ کسانو ته دشمالي ضلعو په ١٢٠٠ امدادي کيمپونو کې پناه ورکړل شوي ده.
هغه وويل په کرناټک کې ٢٠٠٠٠٠ کورونه تباه شوي او ١٥٠٠ کلي په جزوي توګه يا خو بيخي ړنګ شوي دي.
ديوې اوونۍ څخه روانو دغو بارانونو له امله په زرګونو څاروي هم مړۀ شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG