لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عبدالباسط : پاکستان لپاره د کيري لوگر بل ټول شرطونه منل لازمي نۀ دي


په کيري لوگر بل دپاکستاني پوځ لخوا دانديښنو څرگندونو څخه وروسته پاکستان وايي دغه بل کوم دوه اړخيز تړون نۀ دى او په هغې کې ايښودل شوي ټول شرطونه منل هم دپاکستان لپاره لازم نۀ دي.
دخارجه دفتر وياند عبدالباسط خان ميډيا ته داحوال تيرولو په وخت وويل کيري لوگر بل کې چې پاکستان ته دمرستو ورکولو دپاره کوم شرطونه ايښودل شوي دي ، پاکستان اړ نۀ دى چې دغه ټول شرطونه ټکى په ټکى ومني.
دهغه وينا وه دهيواد ملي گټې به په هر صورت کې مهمې گڼل کيږي او دفاع به ترې کولى شي.
دبهرنيو چارو ددفتر وياند وويل په کيري لوگر بل دبهرنيو چارو ددفتر او صدراعظم يوسف رضا گيلاني دريځونه ديو بل څخه جلا نۀ دي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي زياته کړه دامريکا جمهوررئيس هر بل بيرته سينيټ ته ليږلى شي.
ديوې بلې پوښتنې په ځواب کې عبدالباسط وويل په اين پي ټي او سي ټي بي ټي دپاکستان لخوا دلاسليک کولو هيڅ سوال نۀ پيدا کيږي.
نوموړي په دغه مهال په کابل کې دهند دسفارت خانې ترڅنگ دترسره شوي ځانمرگي بريد هم په سختو ټکو کې غندنه وکړه.
دبهرنيو چارو ددفتر ويانددکيري لوگر بل دټولو شرطونو دنۀ منلو دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې تيره ورځ دپاکستان دپوځي مشرانو په غونډه کې دامريکا لخوا پاکستان ته دکيري لوگر بل په اساس په ورکړل کيدونکو پوځي مرستو ايښودل شوؤ شرطونو باندې دانديښنو څرگندونه کړې وه.
دپاکستان صدراعظم يوسف رضا گيلاني دشورو په ورځ قومي اسمبلۍ کې دکيري لوگر بل په اړه دبحث په مهال ويلي وؤ په دکيري لوگر بل په اړه به دپوځ او پارلمان انديښنې ختمولى شي.
هغه ويلي وؤ په کيري لوگر بل دپوځي مشرانو سره خبرې اترې شوي او جمهوررئيس او دپوځ سرلښکر په دغه اړه اعتماد کې اخستل شوي دي.
گيلاني دا هم ويلي وؤ چې دپاکستان پوځ جمهوريت پلوه دى او حکومت تر اوسه داسې کوم کار نۀ دى کړى چې په هغې بې اتفاقي رامينځته شي.
هغه وويل کۀ چرې په کيري لوگر بل دپوځ او پارلمان انديښنې همدغسې وې نو درايو ديو والي هڅې به کولى شي.
دصدراعظم وينا وه دامريکا جمهوررئيس تراوسه دمرستو په دغه قانون لاسليک نۀ دى کړى او هغه زمونږ دپارلمان نيوکې اوري.
يوسف رضا گيلاني ويلي وؤ زمونږ پوځ داولسي حکومت لاندې کار کوي او دپوځ په اړه پريکړې وړاندې هم حکومت کولې او اوس به يې هم کوي.
هغه وويل دبل په اړه پوځ دخپلو انديښنو څخه خبر کړي يو، دهغوي انديښنې به له نظره نۀ غورځول کيږي او پاکستان به هيچا ته دخپلو اټومي وسلو پورې درسيدو اجازه ورنۀ کړي.

XS
SM
MD
LG