لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکې او آرمینیا د تعلقاتو ښه کولو لپاره لوظنامه لاس لیک کوي


د امریکې خارجه وزیره هیلرې کلنټن به د سویټزرلینډ ښار زیوریخ کې د خالې په ورځ د ترکې او ارمینیا تر منځ د تعلقاتو ښو کولو معاهدې د لاس لیک کولودستوره کې برخ اخلي.
د ترکې او ارمینیا تر منځ تاؤترېخوالی د یواشاریه پنځه میلینه ارمینایانود وژل کیدو په مسله د وړمبي نړې وال جنگ راهسې وجودلري. هاغه وخت په ترکې د سلطنت عثمانیه د واکمني وه. په دې ورستي کلونو کې ترکې او ارمینیا په ازربایجان کې د نیگورنو کارباخ په شخړه هم اختلافات لرل.
امریکې د تیر څو کلونو راهسې د ترکې او ارمینیا تر منځ د جوړجاړي په هسو کې رول لوبه لولی دی.
دامریکې خارجه دفتر کې اروپاي چارولپاره مرستیال سکتر فلپ گورډن وايي زیوریخ ته د میرمن کلنټن سفر د ترکې او ارمینیا تر منځ ښو تعلقاتوسره د امریکې ملاتړ څرگندوي.
هغه وویل چې د ترکې او ارمینیا تر منځ د تعلقاتو ښه کیدل یو تارېخې گام دی او امریکا ددې مرسته کوي.
هغه وویل چې میرمن کلنټن خپله ډیر په غور ددواړو هیوادونو ترمنځ دتعلقاتو ښه کولو په لړ کې کار کړی دی. هغه زیاته کړه چې د ترکې او ارمینیا په منځ کې د ملگریتا د لارې به په سیمه کې امن او سباط پرځاې کړی شي.
په زیوریخ کې به د ترکې او ارمینیا مشران یوه معاهده لاس لیک کوي چې ترمخه به يي دواړه هیوادونه سفارتې اړیکې برابره وي او خپل منځو کې به تعلقات د معمول سره سمه وي.
امریکاې چارواکې امید لرې چې دغه دستوره کې به د روس، فرانس او اروپاي اتحاد خارجه وزیران هم برخه واخلي.
د اروپا د سفر په محال به د امریکې خارجه وزیره هیلرې کلنټن د روس، برطانيي او ایرلینډ سفر هم کوي.
په روس کې به هغه د روس جمهوررئیس دمتري مدوی دیو، خارجه وزیر سرجي لیورو او نورو روسې چارواکوسره د ایټمي وسلو په کمولو، د روس او امریکا تر منځ همکاري زیاتولو او د ایران او د شمالي کوریا ایټمي پروگراموباندې خبرې اتری کوي.
په ماسکو کې دخبرو اتروورسته به میرمن کلنټن د تاتارستان د مسلمانانو اکثریتي ښار کیزن په سفرځي.
د خارج دفتر ویاند ایین کیلې نه په یو خبري کانفرنس کې تپوس ووشو چې کیزن ته د میرمن کلنټن سفر به په روس کې نسلې تاوتریخوالې راوونه پاروي، نو هغه په خنده کې وویل چې روس د بیلا بیلو قامونو یو فعاله هیواد دی اوپه دې د ځان پوهه ولولپاره پکارده چې د ماسکونه بهر هم سفر ووکړی شي.
د امریکې خارجه دفتریو لوړ پوړې افسر وینا ده چې د میرمن کلنټن سفر به د روس او امریکې ترمنځ په وسلوکې دکمي په لړ کې د نوي معاهدې لپاره لاره هواره کړي. د دواړو هیوادنوپه منځ کې د موجوده لوظنامې میعاد په دسمبر کې ختمیږي.
ددې سره سره به میرمن کلنټن په روس کې دانسانې حقونو، د جارجیه اود نیټو د پراخولو موضوع باندې هم خبری اترې کوي.
دامریکې دخارجه دفتر ددغه افسر وینا ده چې میرمن کلنټن به دجارجیه خپل واکۍ لپارد امریکې ملاتړ تکراروي او د روس نه به غوتنه کوي چې هاغه ډزبندي په مکمله توگه عملی کړي چې روس پې د جارجیه سره تیر کال د جنگ ورسته موفقه شوی دی. امریکا وايي دغه ډزبندې لا تراوسه هم په مکمله توگه نه ده پرځاې کړی شوي.
د خارجه دفتر دغه افسر وايی امریکې د روس هاغه گام نه دې تسلیم کړی چې د ابغازیه د جارجیا نه خپل واکې يي منلې ده. هغه وايی د جارجیا مسله لانه ده حل کړی شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG