لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گيلاني : دکيري لوگر بل په اړه به دپوځ مشر سره غونډه کولى شي


د پاکستان وزيراعظم وايي هغه پخپله، جمهوررئيس اصف علي زرداري ، دپوځ مشر جنرال اشفاق پرويز کياني او دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ديوې ليدنې تابيا لري چې په هغې کې به دامريکايي مرستو په کيري لوگر بل بشپړه خبرې اترې کولى شي.
دجمعې په ورځ خبريالانو ته نوموړي وويل په دغه ليدنه کې به دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي دوه ورځې وړاندې په واشنگټن کې دامريکا دبهرنيو چارو د وزيرې هيلري کلنټن سره دکيري لوگر بل په اړه دترسره شوې ليدنې ليدلي په بابله احوال تيروي.
وزيراعظم وويل وروسته به شاه محمود قريشي په دغه هکله پارلمان ته هم حال احوال تيروي.
دوزيراعظم وينا وه په کيري لوگر بل چې دا وخت کوم ټکونه په هيواد کې کيږي يا دپارلمان دننه په دغه هکله کومې نيوکې رامينځته کيږي دهغې څخه امريکا ښه خبر ده.
دکيري لوگر بل په اړه دخپل حکومت ددريځ روښانه کولو په ترڅ کې يوسف رضا گيلاني وويل دمرستې دغه بل امريکايي کانگريس تيار کړى دى خو دا دپاکستان سره کوم دوه اړخيزه تړون نۀ دى.
دنوموړي وينا وه که پاکستان دکيري لوگر بل په اساس دامريکا لخوا ترلاسه کيدونکې مرستې مناسبه ونۀ گڼلې نو دغه مرستې امريکا پاکستان ته په زوره نۀ شي ورکولى.
صدراعظم دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې تيره ورځ دپاکستان پوځي مشرانو پخپله يوه غونډه کې دکيري لوگر بل په اساس پاکستان ته په ورکړل کيدونکو مرستو ايښودل شوؤ شرطونو باندې سختې انديښنې وښودلې او اوس په دغه بل دپاکستان په پارلمان کې بحث روان دى.
وزيراعظم يوسف رضا گيلاني وايي دامريکايي مرستو دبل په اړه به دپوځ او مخالفو گوندونو انديښنې ختمولى شي خو دجمهوررئيس اصف علي زرداري وياند فرحت الله بابر خبريالانو سره په خبرو کې په کيري لوگر بل دپوځ او مخالفو سياسي گوندونو له لوري کيدونکې نيوکې بې اساسه بللي دي.
ښاغلى بابر وايي کله چې په تيرو وختونو کې دپاکستان واکمنانو ځينې داسې تړونونه ترسره کړي وؤ چې دهيواد ملي گټو سره يې هيڅ اړخ نۀ لگولو هاغه مهال هيچا تنقيد نۀ کولو خو دغه بل چې دپاکستان دښيگړې دپاره دى بايد په دې دبې ځايه نيوکو پځايې ځان پوهه کړل شي.
دکيري لوگر بل په هکله دا مهال په پاکستان کې تاوده بحثونه روان دي او دپاکستان دحکومت مخالفې سياسي ډلې ددغه بل په کلکه مخالفت کوي.
ټاکل شوې ده امريکايي سناتور جان کيري چې ددغه قانون په تيارۍ کې يې عمده رول لوبولى دى راتلونکې اوونۍ کې دپاکستان سفر کوي او پخپل دغه سفر کې به دامريکايي مرستو په هکله درامينځته شوؤ انديښنو دله مينځه وړلو هڅې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG