لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کائره :دهيواد دهرې برخې څخه به دترهه گرو نوغى ويستلى شي


د پاکستان داطلاعاتو وزير قمر زمان کائره وايي دوزيرستان په گډون چې دهيواد په هره سيمه کې ترهگر پټ وي ، دهغوي نوغى به ويستل کيږي.
په لاهور کې دجنوبي اسيا دښځينه خبريالانو کانفرنس ته په وينا کې ښاغلي کائره وويل دترهگرۍ دټغر غونډولو لپاره دبيت الله محسود دډلې دله مينځه وړل ضروري دي.
داطلاعاتو وزير وويل په دغه لړ کې دطالبانو ددوهمې او دريمې درجې مشران ختم کړل شوي دي او اوس دترهگرو دلمړي سر مشران زمونږ هدف دى.
نوموړي وويل پاکستان دترهگرۍ په ضد په پراخه حوصله جگړه کوي خو ترهگري يواځې دسيمې نۀ بلکې دټولې نړۍ ستونزه ده.
دهغه وينا وه ترهه گري يا تندلاريتوب داسې ستونزه نۀ ده چې په څو ورځو کې به هواره کړل شي ، بلکې دا ديوې ادارې او رجحان نوم دى چې دله مينځه په وړلو يې وخت مصرف کيږي.
هغه وويل زمونږ جنگ يواځې دالقاعده ، طالبانو، لشکر طيبه يا نورو تندروه تنظيمونو سره نۀ دى بلکې دغه جنگ دهاغو ټولو ورانکارو په ضد روان دى چې پاکستان دبې ثباتۍ سره مخ کول غواړي.
دنوموړي وينا وه ترهگري دهاغه ديو نوم دى چې دتيرو دريوؤ لسيزو په مهال يې دې سيمه کې خپلې پښې مضبوطې کړي دي.
داطلاعاتو وزير وويل په افغانستان کې دشوروي اتحاد دمداخلې په وخت چې دپاکستان په گډون ټولې نړۍ دوخت داړتيا په اساس کوم ديو ته وده ورکړه نن هم هغه دسلامتۍ دپاره يو گواښ جوړ شوى او ددې مقابله بايد په گډه وکړل شي.
قمر زمان کائره وويل دترهه گرۍ په ضد جگړه کې پاکستان زيات برياليتوبونه ترلاسه کوي چې دهغې ډاگيز مثال ملاکنډ سيمه کې په لږه موده کې دترهه گرو ملا ماتول دي.
دهغه دوينا له مخې دترهه گرۍ په ضد جگړه دپاکستان خپله جگړه ده او دغه جگړه پاکستان دچا په وينا نۀ بلکې سيمه او نړۍ کې دامنيت باوري کولو دپاره کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG