د پاکستان واکمن پيپلز گوند دجمعې په ورځ دقومي مصالحتي ارډيننس يا اين ار او په نوم هاغه دستاويز ته دقانوني تحفظ ورکولو لپاره دواړو ايوانونو ته وړاندې کړو چې پخواني جمهوررئيس پرويز مشرف دخپل حکومت په دور کې جاري کړى ؤ.
ددغه دستاويز ترمخه دپاکستان د پخوانۍ وزيراعظمه بې نظير بهټو او دهغې خاوند اصف علي زرداري په گډون دنورو گڼو سياسي او غير سياسي کسانو په ضد دبدعنوانۍ مقدمې ختمې کړل شوې وې.
دروان کال په نيمايي کې سترې محکمې پخپله يوه تاريخي پريکړه کې کۀ يو خوا ددريم نومبر ٢٠٠٧ء دپخواني جمهوررئيس پرويز مشرف لخوا په هيواد کې لگول شوى بيړنى حالت غير ائيني او غير قانوني گرځولى ؤ نو بل لوري ته يې حکومت ددې خبرې هم پابند کړى ؤ چې هغه دقومي مصالحتي ارډيننس دپارلمان څخه منظوري واخلي گنې بل صورت کې به دغه ارډيننس غير موثره شي.
بايد وويل شي داين ار او لاندې دجنورۍ دلمړۍ نيټې کال ١٩٨٦ء څخه داکتوبر ١٢مې نيټې کال ١٩٩٩ء پورې په سياسي بنيادونو په اولسي او سرکاري څوکيو دناستو کسانو په ضد ددرج کړل شوؤ مقدمو دختمولو پريکړه شوې وه.
ددغه صدارتي امر جاري کيدو سره که يو لوري ته په لويې شمير کې دسياسي گوندونو شخصياتو او سرکاري چارواکو ته گټې ورسيدلې نو بل خوا دڅيړونکو له مخې پخواني پوځي جمهوررئيس پرويز مشرف لخوا جاري کړل شوي دغه ارډيننس دپيپلز پارټۍ وژل شوې مشرې بې نظير بهټو او دهغې خاوند اصف علي زرداري په ضد دجوړو شوؤ مقدمو ختمولو او دهغوي پاکستان ته دورتللو لپاره لاره هواره کړه.
دواکمن پيپلز گوند سياسي مخالفين ددغه اين ار او څخه سخت مخالفت کوي اوتور لگوي چې دا هم هاغه سازباز دى چې دجمهوريت ادعا کوونکي جمهوررئيس اصف علي زرداري حکومت يې دپخواني پوځي جمهوررئيس پرويز مشرف په ضد داساسي قانون د٦مې مادې لاندې دمقدمې درج کولو څخه بې پرواه کړى دى.
دجمعې په ورځ دپارليماني چارو مرکزي وزير بابراعوان اين ار او ته دقانوني تحفظ ورکولو لپاره دا دپارلمان دواړو ايوانونو ته وړاندې کړو ، خو دمخالفو گوندونو وينا ده چې ددغه بل دمنظورۍ مخې نيولو لپاره به هر رقم ممکنه هڅه وکړي
1