لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان پوځ : جنوبي وزيرستان عملیاتو کې نور ١٤  جنگيالي وژلي


د پاکستان پوځ وايي د افغانستان پولې ته نزدې دطالبانو په سترمرکز جنوبي وزيرستان کې يې دتير يو شواروز په مهال نور١٤ جنگيالي وژلي دي.
دپاکستان دپوځ لخوا دجمعې په ورځ يو بيان کې دا هم ويل شوي چې ٢ پاکستاني عسکر دتندلارو لخوا دمارټر په يو بريد کې وژل شوي او درې نور دبمي بريد له امله ژوبل شوي دي.
پوځ وايي اوس مهال دسرا روغه کلي دروغتونو پخپل واک کې دراوستو په حال کې دي او دتندلارو څخه يې په دروند مقدار کې وسله هم لاس ته راوړې ده.
پوځ زياتوي دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښته کې ١٤ جنگيالي ووژل شول.
سرا روغه دطالبانو هاغه سيمه ده چې هغوي به پکې په ښکاره ډول وسلې گرځولې او دغلته به يې ترهه گريز فعاليتونه ترسره کول.
پوځ وايي امنيتي ځواکونه په پکاليته سر او منځه سر سيمو کې پښې مضبوطوي او دمکين اؤ رزمک ترمينځ غځيدلى سړک تر خپل واک لاندې راولي.
دپوځ له مخې په پکاليته سر سيمه کې دتندلارو دروزنې په يو مرکز کې دلټونې دعملياتو په مهال يې راکټونه او نورې وسلې لاس ته راوړي دي او په نواز کوټ سيمه کې هم عمليات ترسره شوي چې پکې په دروند مقدار کې وسله لاسته راوړل شوې ده.
بل لوري ته سرچينې وايي امنيتي ځواکونو دمکين، لدها، کاني ګرم او کچکۍ، احمد وام، ويدام په لوري پرمختګ کوي او دتندلارو په ځالو دجيټ الوتکو څخه هم بمباري کيږي.
دپاکستان پوځ دروانې مياشتې په نيمايي کې دپاکستان په پينډۍ ښار کې دپوځ په مرکزي دفتر دتندلارو دبريد څخه وروستو دطالبانو مرکز جنوبي وزيرستان کې ځمکني پوځي عمليات پيل کړي وؤ چې تر دې مهاله دوام لري.
دپاکستان حکومت او پوځ وايي دقبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان څخه بهر ملکي او ځايې طالبان دهيواد په بيلا بيلو برخو کې ترهه گريز فعاليتونه ترسره کوي او امريکايي چارواکي ادعا کوي پاک افغان سرحدي سيمې دالقاعده دجنگيالو دپټيدو مرکز دى.
دپاکستان پوځ په جنوبي وزيرستان کې دروانو عملياتو په مهال د٢٥٠ؤ څخه دزياتو تندلارو دوژنې ادعا کوي خو دازادو سرچينو څخه ددغه پوځي شميرې پخلى ناممکن دى او نۀ هم په جگړې بوختې دوهمې خوا تر دې مهاله ځان يا پوځ ته داوښتي زيان په هکله څه ويلي دي.

XS
SM
MD
LG