لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنوبي وزیرستان : پوځي عملیاتو کې ٣٣ عسکر وژل شوي


د پاکستان پوځ دافغانستان سره په لگيدلې دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې تندلارو سره دنښتو په مهال د٣٣ جنګيالو دوژنې ادعا کړې ده او وايي ددريوؤ خواؤ څخه يې دترهگروپه ضد دعملياتو مهم پړاؤ پيل کړى دى.
دخالي په ورځ پوځ پخپل يوبيان کې ويلي دي امنيتي ځواکونه پرمخ روان دي او دتندلارو مرکز سرا روغه ته رسيدلي او دغه سيمه يې ددريوؤ خواؤ څخه پخپله ګيره کې اخستې ده.
پوځ ادعاکړې ده چې دسرا روغه سيمې څخه ګير چاپيره ټولې مهمې سيمې يې نيولي دي.
پوځ دغو سيمو ته دپرمختګ په مهال تندلارو سره نښتو کې د ١٣ ؤ جنګياليود وژل کيدلوخبرهم ورکړى دى.
دپوځ وايي دسرا روغه پاکونه به په راتلونکي يو شواروز کې پيل کړل شي .
دپوځ وينا ده امنيتي ځواکونو ددوؤ اړخونو څخه دازبک جنګيالو ځاله چې تندلارو ته پکې تربيه ورکول کيږي پخپله ګيره کې اخستې ده او په سيمه کې دموجودو غيرملکي جنګيالو او امنيتي ځواکونو ترمينځ خونړۍ جګړه روانه ده.
دپوځ له مخې په دغه مهال تندلارو سره نښته کې ١٧ جنګيالي وژل شوي او دوه عسکر ژوبل شوي دي.
دپوځ وينا ده په کاني ګرم سيمه کې دلټونې او پاکونې عمليات پيل کړل شوي.
دپوځ وينا ده تندلارو سره کوڅه په کوڅه جګړه روانه ده او کور په کور دلټونې عمليات دوام لري.
پوځ داهم وايي په سيمه کې ترهگروکورونه په خندقونو کې بدل کړي دي .
امنيتي ځواکونو نواز کوټ دتندلارو څخه پاک کړى او د دترهه ګرو ځالې مکين بهرنۍ برخې پورې پوځ رسيدلى دى.
دپاکستان پوځ مطبوعاتوته هره ورځ په جنوبي وزيرستان کې دبرياليتوبونوادعاوې کوي خودپوځ دغه ادعاوې ځکه يواړخيزې دي چې طالبان مطبوعاتوسره نۀ مخ کيږي اؤ په سيمه کې دتاوژن وضعيت لۀ امله خبريالان دغلته ورتللى نۀ شي ترڅواصل حقائق معلوم کړي.
په جنوبي وزيرستان کې دپوځي عملياتوپيل کيدلوسره سم په ټول هيوادکې دبدامنۍ بهيرچټک شوى دى اؤڅلور ورځې دمخه هم په پيښورکې ديوې بمي چاودنې له امله د١١٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي اؤ خواوشا٢٠٠نور ژوبل شوي وؤ.
دپاکستان حکومت دورانکارۍ دغه پيښې په جنوبي وزيرستان کې د روانوپوځي عملياتوغبرگون بولي اؤ دپاکستاني طالبانوغورځنگ هم زياتره وخت په امنيتي ځواکونواؤ سرکاري ودانيو دترسره شوؤ بريدونومسوليت پخپله غاړه اخلي

XS
SM
MD
LG