لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عبدالله عبدالله دټاکنو ددوهم پړاؤ څخه لاس پسر کولى شي


د افغان جمهوررئيس حامد کرزي اودجمهوري رياست په ټاکنوکې دهغه دنزدې سيال عبدالله عبدالله ترمينځ خبرې اترې ناکامې شوي دي او دسرچينو له مخې ډاکټر عبدالله عبدالله په راتلونکې اوونۍ کې دافغانستان دننه دټاکنو ددوهم پړاؤ څخه پريکون يا بائيکاټ کولى شي.
ډاکټر عبدالله غوښتنه کوي چې د افغانستان خپلواکه کمېشن مشر عزیز الله لودین د خپلې څوکې نه لر کړل شي.
دسرچينو له مخې داسې احتمال شته چې ډاکټر عبدالله نن دټولټاکنو ددوهم پړاؤ څخه دلاس اخستلو اعلان وکړي.
دملگرو ملتونو په مشرۍ کې دجوړ شوي انتخابي پلټنيز کميسيون لخوا دتير اگست په ٢٠مه نيټه ترسره شوؤ ټاکنو کې په لويه پيمانه دشوې ټگۍ په اړه دراپورجاري کيدلوړ څخه وروستوټاکل شوې ده په افغانستان کې دټولټاکنو دوهم پړاؤ دنومبر په ٧مه نيټه ترسره کيږي.
دسپينې ماڼۍ وينا ده چې دامريکا جمهوررئيس براک اوباما به ددوهم پړاؤ دټولټاکنو ترسره کيدو څخه وروسته پريکړه وکړي چې ايا افغانستان ته نور پوځيان وليږي که نه؟
دجمعې په ورځ دامريکاجمهوررئيس براک اوباما د گډو ځواکونو دکميټې مشر څخه علاوه دسمندري او فضايي ځواکونو دمشرانو سره هم په دې لړ کې ليدلي دي.
ددفاع دمحکمې يو چارواکي دنوم نۀ څرگندولو په شرط وويل په دغه ليدنه کې عسکري مشرتابۀدپوځ دکردار او دتگلارې په هکله ډاگيزې خبرې وکړې.
ددغه چارواکي له مخې دجمعې په ورځ ترسره شوې دغه ليدنه کې افغانستان ته دنوروامريکايي ځواکونودليږلوپه هکله کومه غوڅه پريکړه نۀ ده شوې.
بايد وويل شي په افغانستان کې دميشتو امريکايي پوځيانو مشر جنرال سټينلى ميکرسټل په افغانستان کې دطالب جنگيالو دمخ په زياتيدونکو کارروائيو دمقابلې لپاره دجمهوررئيس براک اوباما ته د٤٠ؤ زرو نورو پوځيانو دليږدونې خواست کړى ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG