لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې پوځي مرکز کې د ډزوله امله لږترلږه 13تنان وژل شوې دي


د امریکې پوځي چارواکي وايي چې د ټیکساس ایالت په پوځي مرکزکې د ډوزو له امله لږ ترلږه ١٢ تنان وژل شوې او ٣١ نورزخمیان شوې دي.
دغه پیښه د زیارت په ماسپښین د فورټ هوډ یا د هوډ پوځي قلعه کې هاغه وخت رامنځته شوه کله چې یو وسله وال پوځي افسر په مرکز کې موجود تنانو باندې ډزې پیل کړې.
د مرکز یو چارواکی لیفټینیټ جنرل باب کون وايي ډزې د پوځی مرکز په هاغه برخه کې شوې دي چرته چې پوځیان بهرنوهیوادونو کې دپرځاې کیدووړاندې تیاری کوي.
هغه اویل چې برید کونکی افسرمیجر ندال ملک حسن د پولیسوپه ډزو کې وژل شوی دی.خو څو ساعته ورسته لیفټینینټ جنرل باب کون اویل چې میجرندال وژل شوی نه دی خو په ډزو کې زخمي شوی دی خو حالت يي مرگونی نه دی. هغه اویل دوه نورپوځیان د ډزو په لړ کې نیول شوې دي.
په واشنگټن کې جمهوررئیس باراک اوبامه په پوځی مرکز کې پیښی باندې اندیښمني او د وژل شوو خلکو د کورنیو غړوسره خواښوگي څرگنده کړه.
هغه وویل چې دادافسوس خبره دا چې هغه ښځي او سړي چې د خپل هیواد خدمت کوي په هغوي د امریکې په خاوره ډزي اوکړی شوې.
ټیکساس ایالت کې فورټ هوډ یا د هوډ قلعه په لویو مرکزونو کې شامل دی چرته چې د ٣٠،٠٠٠ نه زیات عسکر پراته وي. دغه مرکز کې هاغه پوځیان هم تربییه کیږي څوک چې د افغانستان او عراق غوندې هیوادونو ته لیږلې کیږي.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG