لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : امریکایي سفارت په اضافي پوځیانو د خبرو نه انکار کړی


په افغانستان کې د امریکا سفیر کرل ایکن بېري په نوموړي هېواد کې د رپوټونو تر مخه د نورو امریکایي پوځیانو پرځایې کولو مخالفت کوي.
خو د سفارت ویاند په دغه اړه خبرو نه انکار کړی. په افغانستان کې د امریکا سفیر مخکې هم د افغان صدر حامد کرزي په حکومت کې په بډو رشوتونو خپلې اندیښنی څرگند کړي دي خو وائس اف امریکا سره په ټیلي فون د خبرو په وخت، د سفارت ویاند جان گورچ په افغانستان کې د ممکنه اضافي پوځیانو په اړه د سفیر د اندیښنو په اړه رپوټونو د خبرو کولو نه انکار کړی.
ویاند وویل سفیر د نوی افغان حکومت سره د ملاتړ لپاره ژمن دی. د جمهوررئیس کرزی دفتر هم د امریکایي سفیر لخوا په میډیا کې د سفیر په رپوټونو د خبرو کولو نه انکار کړی.
کرل ایکن بېري په افغانستان کې په ٢٠٠٦م او ٢٠٠٧ م کې د امریکایي پوځیانو کمانډر پاتی شوی. په میډیا کې د سفیر لخوا داسې رپوټونه راغلي چې وایي امریکایي سفیر د زیاتو پوځیانو خلاف دی.
دغه رپوټونه د هغه او په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو اوسنی مشر جنرال مېک کرسټل تر منځ افغانستان ته په زیاتو پوځیانو لیږلو مخالفت ښایي.د سپینی ماڼی یو جگپوړی چارواکي ویلي چې براک اوباما په خپلی قامي سلامیتا ټیم غږ کړی چې افغانستان جگړی پحقله د امریکا تگلارې ته یوځل بیا کتنه وکړي.
ښاغلي اوباما دا غوښتنه د شورو په ورځ افغانستان تگلارې پحقله وروستې بیا کتنی په وخت کړی. چارواکي وایی چې جمهوررئیس خپلو صلاح کارنو نه غواړي معلومه کړي چې کله او څنگه به امریکایي ځواکونه د افغانستان امنیت ذمه واري افغان ځواکونو ته وسپاري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG