لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

گيلاني : دوزيرستان عمليات دهيلو نه هم وړاندې پايې ته رسېدی شي


د پاکستان وزيراعظم يوسف رضا گيلاني وايي په بلوچستان کې هيڅ رقم عمليات نۀ دي روان او په جنوبي وزيرستان کې روان پوځي عمليات هم کيدى شي چې دتوقعاتو څخه دمخه پايې ته ورسول شي.
دملتان په هوايي ډگر خبريالانو سره په خبرو کې هغه وويل دا مهال دوزيرستان دپوځي عملياتو دختمولو په هکله غوڅه نيټه نۀ شي ورکړل کيدى خو پوځ دغلته زياتې لاسته راوړنې کړي او کيدى شي عمليات زر پايې ته ورسيږي.
هغه وويل دپاکستان اټومي وسلې په خوندي لاسونو کې دي او دهيواد دساتنې لپاره به هر ممکن گامونه اخلو.
ديوې پوښتنې په ځواب کې يوسف رضا گيلاني وويل دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن سره يې په ليدنه کې هغې ته ويلي وؤ چې دافغان پاليسۍ په هکله د هررقم بدلون په بابله بايد پاکستان په اعتماد کې واخستل شي او هغې منلې وه چې کله هم په افغان ستراتيژۍ کې څه رقم بدلون رامينځته کيږي نو دپاکستان باور به ترلاسه کولى شي.
بايد وويل شي دا مهال داوباما انتظاميې له لوري په افغانستان کې دتندلارو دچقولو او داړي گړي دپيښو دله مينځه وړلو دپاره دغه هيواد ته دنورو پوځيانو په ليږلو غور روان دى خو ددغو پوځيانو دشميرې ټاکنه نۀ ده شوې.
په افغانستان کې دائتلافي ځواکونو امريکايي کمانډر جنرال سټينلى مکرسټل دمخه څرگنده کړې ده چې دامريکې له لوري افغانستان ته دنورو ٤٠ؤ زرو پوځيانو دليږلو اړتيا ده.
پاکستان افغانستان ته دنورو پوځيانو دليږلو په وړانديز وخت دسره انديښنه لري او وايي هرکله چې دپاکستان دپولې دپورې غاړې څخه په تندلارو فشار سيوا کيږي نو هغوي پاکستان ته ننوتلى شي،چرته چې دوړاندې څخه دتندلاريتوب ستونزه دحکومت او پوځ دپاره يو ستر چيلنج جوړ شوى دى.
دپاکستان دخارجه دفتر وياند عبدالباسط تيره ورځ دوائس اف امريکا سره په يوه مرکه کې ويلي وؤ اسلام اباد دواشنگټن له لوري دافغانستان په ستونزه دکيدونکې صلاح مشورې ستائنه کوي او هيله لري چې په افغان تگلاره دسردوباره نظر کولو په لړ کې به دپاکستان وړانديزونه هم په نظر کې ونيول شي.

XS
SM
MD
LG