لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : نښتو کې پنځه عسکر او 19 جنگيالي وژل شوي دي


د پاکستان په جنوبي ویرستان ، باجوړ او خېبر قبایلي ایجنسیو کې د نښتو په محال پنځه عسکر او د ١٩جنگیالو د وژل کیدو رپوټونه ترلاسه شوي دي.
پاکستان پوځ وايي په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد روانو عملياتو کې دتير يو شواروز په مهال نور پنځه جنگيالي وژل شوي او نښتو کې یو عسکر ژوبل شوى دى.
دپوځ لخوا جاري کړل شوي بيان کې ويل شوي دي ترهگرو په اسمان منځه او لدها سيمو راکټونه داغلي دي.

دپوځ له مخې تندلارو سره نښته کې پنځه جنگيالي وژل شوي او يو عسکر ژوبل شوى دى.
پوځ زياتوي په يارگه خيل، لاليجايي سيمو کې دپاکونې عمليات ترسره شوي او دتندلارو درې مرکزونه له مينځه وړل شوي دي.
دپاکستان پوځ ادعا کوي چې په جنوبي وزيرستان کې يې دتندلارو په مهمو مرکزونو واک ترلاسه کړى دى.
پوځ دا هم وايي چې په دغو عملياتو کې يې تر دې مهاله د500ؤ څخه زيات تندلاري وژلي اوپه لسگونو عسکر هم تندلارو سره په نښتو کې وژل شوي دي خو دازادو سرچينو څخه ددغه پوځي ادعا په هکله پخلى نۀ دى شوى.
اخوا دافغانستان سره په پوله دپرتې پاکستاني قبائيلي سيمې باجوړايجنسۍ دپوليټيکل ايجنټ مرستيال يا اى پي اى غلام سعيد بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې وويل وسله والو جنگيالو په درنو وسلو او راکټونو سره د باجوړ په چينار سيمه کې دامنيتي ځواکونو په يوه پوسته بريد وکړو چې پکې ٤ عسکر وژل شوي او درې ژوبل شوي دي.
هغه وويل ددغه بريد څخه وروسته امنيتي ځواکونو دتندلارو په ضد ځوابي عمليات وکړل او 6 جنگيالي يې ووژل.
يو امنيتي چارواکي دنوم نۀ څرگندولو په شرط ددغه بريد دپخلى کولو په مهال ويلي دي دغه بريد دزيارت په ورځ ترسره شوى دى.
دغه چارواکي وويل تندلارو لمړى راکټونه وداغل او بيا پوستې ته په نزدې ورتللو سره يې په درنو وسلو بريد وکړو.
دنهې په ورځ هم په باجوړ کې تندلارو سره په نښته کې درې تندلاري او يو عسکر وژل شوي وؤ.
بل لوري ته دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په شين کمر سيمه کې دامنيتي ځواکونو په گاډي ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه کې ١ عسکر وژل شوى او درې نور ژوبل شوي دي.


keywords: Pakistan, army, militants,taliban, khyber , waziristan

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG