لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دهنگو او اورکزو په عملياتو کې نهه جنگيالي وژل شوي


د صوبه سرحد په هنگو او دپاکستان په قبائيلي سيمه اورکزۍ ايجنسۍ کې دتندلارو پر ضد دامنيتي ځواکونو عملياتو کې ٩ جنگيالي وژل شوي او ١٤ ژوبل شوي دي.
دسرچينو له مخې امنيتي ځواکونو دهنگو په شاهو خيل او داورکزۍ ايجنسۍ په غلجو، ډبورۍ او ماموزۍ کې دتندلارو په شکمنو ځالو دجيټ الوتکو او گن شپ هيلي کاپټرو څخه بمباري کړې ده چې پکې ٩ تندلاري وژل شوي او ١٤ نور ژوبل شوي دي.
په کوزه او منځنۍ کرمه کې هم دامنيتي ځواکونو لخوا دتندلارو په ضد عمليات دوام لري او په سده بازار کې دتيرې ورځې څخه گرځ بنديز پځايې دى.
اخوا دخيبرايجنسۍ په باړه تحصيل کې نن په دوهمه ورځ هم دتندلارو په ضد عمليات دوام لري او امنيتي ځواکونو دهيلي کاپټرو څخه دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه کړي دي
امنيتي ځواکونه دخيبرايجنسۍ دبيلا بيلو سيمو په لوري پرمختگ کوي او دنن ورځې په عملياتو کې دتندلارو گڼ شمير ځالې له مينځه وړل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG