لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

باړه : طالبانو سکولونه په بمونو الوځولي دي


د افغانستان سره په پوله پرته دپاکستان قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې تندروه طالبانو دهلکانو دوه سکولونه په بمونو الوځولي دي.
دغه سکولونه دخيبرايجنسۍ د باړه تحصيل په شلوبر سيمه کې دشورو په ورځ له مينځه وړل شوي دي.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه راډيو ته وويل طالبانو ددغو سکولونو ودانيو ته بمونه ايښودي وؤ چې سحر مهال دزوردارو چاؤدنو سره وچاؤديدل.
سرچينې وايي په دغو چاؤدنو کې کومه مرګ ژوبله نۀ ده رامينځته شوې.
دخيبرايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ شفيرالله وزير ددغه پيښې په هکله خبريالانو ته ويلي دي په چاؤدنو کې ددواړو سکولونو ودانۍ په مکمل ډول تباه شوي دي.
هغه وويل ديو بل سره پيوست په دغو دواړو سکولونو کې اوس يواځې دوه کوټې داستفادې وړ پاتې شوي دي.
پوليټيکل ايجنټ ددغو پيښو پړه په غيرقانوني ګرځول شوي تندروه مذهبي تنظيم لښکر اسلام او طالبانو ورواړوله،خو تر دې مهاله کومې تندروه ډلې ددغو سکولونو دالوځولو مسؤليت پخپله غاړه نۀ دى اخستى.
په خيبرايجنسۍ کې دا مهال دلښکر اسلام په نوم دزرګونو وسله والو تندلارو دتنظيم ترڅنګ دپاکستاني طالبانو دغورځنګ وسله وال هم فعاله دي او دغلته امنيتي ځواکونو دستمبر په مياشت کې دتندلارو په ضد عمليات پيل کړي دي.
دپاکستان په قبائيلي سيمواو دصوبه سرحد دسوات په ګډون په بيلا بيلو سيمو کې تر دې مهاله دتعليم مخالفو تندلارو په سوونو سکولونه تباه کړي چې په دغو سکولونو کې زياته شميره دجينکو دسکولونو ده.

XS
SM
MD
LG