لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسلام اباد:جنرال پيټرياس  پاکستاني مشرانو  سره لیدلي دي


د امريکا دپوځ مشر جنرال ډيوډ پيټرياس پخپل مهم سفرد پاکستان پايتخت اسلام اباد ته رسيدلى او دغلته یي دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني سره ليدلي دي.
د دواړو پوځي مشرانو د لېدنی وروسته خپورکړل شوې بیانیه وایي کیاني او پيټرياس پاکستان او افغانستان کې دترهگرو پر ضد په روانو عملياتو خبرې کړي. امریکایي پوځي مشر د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گېلاني سره هم لیدلي دي. د لیدنې وروسته د دواړو مشرانو ترمنځ کوم بیان مخې ته نه دی راغلی. تيره ورځ دپاکستان وزيراعظم يوسف رضا گيلاني په ملتان کې خبريالانو ته ويلي وؤپاکستان ته راتلونکي امريکايي چارواکي به دپاکستان حکومتي او پوځي مشرانو سره دنورو مهمو چارو ترڅنگ دکيري لوگر بل په نورو جزئياتو هم خبرې کوي.
له دې وړاندې دبحرين په پايتخت مناما کې خبريالانو سره دخبرو په مهال جنرال ډيوډ پيټرياس وويل دطالبانو په ضد دپاکستاني حکومت عمليات ښۀ گام دى.
هغه دا هم وويل چې بايدپه افغانستان کې دثبات راوستلو لپاره پاکستان پخپله ځمکه په موجودو تندلارو فشار واچوي.
افغانستان دپاره دجمهوررئيس براک اوباما دنوې ستراتيژۍ داعلان څخه وروسته جنرال پيټرياس لمړى لوړپوړى امريکايي چارواکى دى چې پاکستان ته يې سفر کړى دى.
دامريکالوړپوړى پوځي چارواکى جنرال ډيوډ پيټرياس پاکستان ته دغه سفر په داسې حال کې کوي چې دنړيوالې ټولنې لخوا دپاکستان څخه دې غوښتنې زور نيولى چې دپاکستان په قبائيلي سيمو کې پټ دالقاعده او طالب مشرانو په ضد خپل گامونه بايد نور هم چټک کړي.
څيړونکي وايي پاکستاني پوځي او حکومتي مشرانو سره به ډيوډ پيټرياس دامريکا دجمهوررئيس براک اوباما لخوا افغانستان لپاره داعلان کړل شوې نوې ستراتيژۍ په بيلا بيلو اړخونو غږيږي او په پاکستان به ټينگار کوي چې ددغه ستراتيژۍ دبرياليتوب دپاره په سيمه کې خپل رول نور هم پياوړى کړي.

XS
SM
MD
LG