لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزيرستان : دډرون یوبل بريد د القاعدې مهم غړی په گډون ١٢تندلاري وژلي


د افغانستان سره په پوله پرته دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې نن دزيارت ورځ دجاسوسي الوتکو په پرله پسې دوهم بريد کې نور 12 کسان وژل شوي دي.
له دې وړاندې دزيارت په سحر دشمالي وزيرستان ددته خيل په ګډه واله کلي بې پيلوټه الوتکو په يو بريد کې 2 تندلاري وژلي وؤ.
نن ماښام امريکايي جاسوسي الوتکو دشمالي وزيرستان دمرکز ميرانشاه څخه د٢٥ کلو ميټره په واټن ديګان او امبار شګه سيمو باندې بل ستر بريد ترسره کړو.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه راډيو ته وويل په دغه بريد کې 5ؤ جاسوسي الوتکو برخه لرله او هغوي دتندلارو په ځالو 7 ميزائيل داغلي دي.
سرچينې وايي په دغه پيښه کې لږ ترلږه 12 تندلاري وژل شوي چې په کې د القاعدې شبکې یو مهم غړې زوهب الزیدي هم شامل ده.
دکال ٢٠٠٨ء داگست دمياشتې څخه تراوسه دپاکستان په خاوره دبې پيلوټه جاسوسي الوتکو لخوا دتندلارو په ضد د٦٠ؤ څخه زيات بريدونه ترسره شوي چې پکې دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود او دالقاعده ديو شمير نورو مشرانو په گډون په لسگونو جنگيالي وژل شوي دي.
اخوا په قبائيلي سيمو اورکزۍ او خيبرايجنسيو کې دتندلارو په ضد پوځي عملياتو او ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه کې د6ؤ ترهه ګرو په ګډون 11 کسان وژل شوي او ګڼ شمير نور ژوبل دي.
سرچينې وايي امنيتي ځواکونو دکوزې اورکزۍ ايجنسۍ په ماموزۍ،غلجو،ډبورۍ او ملا اډه سيمه کې دتندلارو يو شمير شکمنې ځالې دجنګي الوتکو څخه په نخښه کړي دي.
دسيمې څخه سرچينې وايي په دغو عملياتو کې لږ ترلږه 6 تندلاري وژل شوي او د10ؤ څخه زيات ژوبل شوي دي.
همدغه راز داورکزۍ ايجنسۍ سره پيوست افغانستان سره په پوله پرته قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې تندلارو دامنيتي ځواکونو يو ګاډى په ريموټ کنټرول بم الوځولى چې پکې د2ؤ عسکرو په ګډون 5 کسان وژل شوي دي.
دغه پيښه دباړې تحصيل په ملک دين خيل سيمه کې هاغه مهال رامينځته شوې کله چې دامنيتي ځواکونو يو ګاډي په سړک ګزمه کوله.
سرچينې وايي په دغه مهال دامنيتي ځواکونو دګاډي مخې ته دريموټ کنټرول بم چاؤدنه وکړل شوه چې پکې ٢ عسکر او ٣ عام وګړي ووژل شول او ددې ترڅنګ ګڼ شمير کسان نور ژوبل شوي هم دي.
راپورونه وايي په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دپوځي عملياتو او په شمالي وزيرستان کې دډرون په بريدونو کې دچټکتيا راتللو له امله تندلاري کمانډران او دهغوي جنګيالي نزدې قبائيلي سيمو اورکزو،خيبر،کرم ايجنسيو او دصوبه سرحد هنګو سيمو ته تښتيدلي دي.
ددغو راپورونو درامينځته کيدو سره سم دپاکستان امنيتي ځواکونو په اورکزو او خيبرايجنسۍ کې دتندلارو په ضد خپل روان عمليات چټک کړي او پوځ ادعا کوي چې په دغو عملياتو کې په شلګونو جنګيالي وژلي دي.
خو ازادې سرچينو څخه په دغه عملياتو کې داوښتو اصل زيانونو معلومات ځکه نۀ شي راغونډيدلى چې په سيمه کې دجنګي وضعيت له امله دغلته دخبريالانو ورتګ ګران شوى دى.

XS
SM
MD
LG