لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

گوادر: په اووم اين ايف سي ايوارډ لاسليکونه شوي دي


د بلوچستان ساحلي ښار گوادر کې دشورو په ورځ په اووم قومي مالياتي کميشن ايوارډ مرکزي او څلورو واړو صوبو لاسليکونه وکړل.
داين ايف سي ترمخه به صوبو ته 56 فيصده او مرکزته44 فيصده برخه ترلاسه کيږي.
په دې موقع وزيراعظم يوسف رضا گيلاني، دڅلورو واړو صوبو اعلي وزيران، دخزانې وزيران، دخزانې وفاقي وزير شوکت ترين او نور وزيران هم موجود وؤ.
وزيراعظم ايف ايف سي ايوارډ دجمهوري حکومت يو مهم برياليتوب وگرځولو او وې ويل چې دهيواد په تاريخ کې په لمړي ځل څلورو واړو صوبو داتفاق او اتحاد او قربانۍ دجذبې څرگندونه کړې ده.
هغه دصوبو ټ،لو دخزانې وزيرانو او مالياتي پوهانو ته د يو متفقه مالياتي ايوارډ په جوړولو دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کړې.
پخپله وينا کې وزيراعظم وويل چې داين ايف سي ايوارډ برياليتوب دډيموکراسۍ ميوه ده او په هيواد کې داسې يو گوند هم نشته چې داين ايف سي سره متفق نۀ وي.
هغه دبلوچستان دستونزې په هکله وويل حکومت يې دبلوچستا دستونزو ختمولو لپاره مخلصانه هڅې کوي.
هغه وويل دبلوچستان دستونزې هوارى هله کيدلى کله چې دقوم پرست مشر نواب اکبر بگټي دوژنې بې پلوه پلټنې وشي.
هغه وويل پوځي امر ته په دغه مقدمه کې سزا ورکول پکار دي ځکه چې اساسي قانون څخه څوک هم سرلوړي نۀ دي
وزيراعظم په هيواد کې دادارو دمضبوطولو په ضرورت زور راوړو او وې ويل چې ادارې مضبوطې وي نو هيواد به هم مضبوط او پياوړى وي او داولس ستونزې به هوارې شي.
هغه وويل مرکزي حکومت غوښتل صوبايي حکومتونه خپلواکه وي.
دهغه وينا وه ترهه گري دهيواد لپاره ناسور دى او ټول سياسي قوتونه دترهه گرۍ په ضد يو موټى شوي دي.
دصوبه سرحد وزيراعلي امير حيدر خان هوتي پخپله وينا کې وويل دوزيراعظم يوسف رضا گيلاني په مشرۍ کې ديو نوي سفر پيل کيږي.
هغه وويل اوس به دهرې صوبې سره دومره وسيلې وي چې مرکز ته به دزحمت ورکولو ضرورت نۀ پيښيږي.
دبلوچستان وزيراعلي نواب محمداسلم رئيساني وويل دبلوچستان دپرمختيا لپاره دا ايوارډ يو غوره پيل دى.
دپنجاب وزيراعلي شهباز شريف وويل داين ايف سي ايوارډ ستر برياليتوب دا دى چې پکې دوړو صوبو گيلو ته هم پام وگرځول شو.

XS
SM
MD
LG