لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور : هالبروک  د جمهوررئيس زرداري سره ليدلي دي


د پاکستان او افغانستان لپاره دامريکايي جمهوررئيس براک اوباما ځانگړي استازي رچرډ هالبروک نن دجمعې په ورځ دپنجاب په سرښار لاهور کې دجمهوررئيس اصف علي زرداري سره ليدلي دي.
ددغه ليدنې په مهال په پاکستان کې دامريکا سفيره اين ډبليو پيټرسن او نور پاکستاني چارواکي هم موجود وؤ.
دلاهور په گورنر هاؤس کې ښاغلي هالبروک جمهوررئيس زرداري سره په دغه ليدنه کې په دوه اړخيزو اړيکو، ستراتيژيکي چارو، دانرژۍ په پلانونو، په پاکستان کې دبې پيلوټه جاسوسي الوتکو ترسره کيدونکو ډرون بريدونو خبرې ورکړې.
دواړو مشرانو په دغه ليدنه کې په په سيمه کې دامن وامان په وضعيت، دترهه گرۍ په ضد جگړې او نورو مهمو چارو خبرې وکړې.
دسرچينو وينا ده ددغه ليدنې په مهال دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري وويل چې دترهگرۍ په ضدروانه جگړه کې پاکستان ديو لړ ستونزو سره مخ دى.
زرداري وويل کۀ رچرډ هالبروک دځانگړي استازي په توگه افغانستان په پاک افغان پوله اغزن تار لگولو ته راضي کړي نو پاکستان هم ددغه کار لپاره چمتو دى.
زرداري په پاک امريکا اړيکو دټينگار کولو په ترڅ کې وويل بايد دواړه هيوادونه ديو بل سره اړيکې ښې کړي او ديو بل دملگرو کردار ولوبوي.
له دې وړاندې په اسلام اباد کې رچرډ هالبروک دپارلمان دغړو سره دليدنې په مهال وويل په پارلمان او ميډيا دامريکا دښو کارونو خبره نۀ کيږي.
دپارلمان غړو په پاکستان کې دډرون په بريدونو او په امريکا کې دپاکستاني وگړو په سخته لټه نيوکې وکړې چې له امله يې ښاغلي هالبروک دغصې څرگندونه وکړه.
ښاغلي هالبروک دپارلمان غړو ته باور ورکړو چې دډيموکراسۍ دپياوړتيا لپاره به پاکستان سره خپلې مرستې جاري ساتو.
ځانگړي استازي رچرډ هالبروک له وړاندې دپاکستان و زيراعظم يوسف رضا گيلاني، دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني، دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي او نورو لوړپوړو چارواکو سره ليدنې کړي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG