لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دير: بمي چاؤدنه کې درې ماشومان وژل شوي دي

د پاکستان دصوبه سرحد په بره دير سيمه کې ديوې بمي چاؤدنې له امله درې ماشومان وژل شوي دي.
په سيمه کې دپوليسو يو مشر ګل زمان خان خبريالانو ته ويلي دي دغه چاؤدنه دشورو په ورځ هغه مهال وشوه چې ماشومانو په ننګرخاني کلي کې ديو کور سره نزدې لوبې کولې او ددغه بم دسپړدلو هڅه يې وکړه.
دهغه وينا وه پوليس پلټنې کوي چې بم په سيمه کې ولې ايښودل شوى ؤ؟
پوليس مشر وويل ددغه چاؤدنې له امله يو کور ته هم په لږ غوندې زيان رسيدلى دى.
بل لوري ته دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې امنيتي ځواکونو په عملياتو کې دوه تندلاري وژلي دي.
دسرچينو له مخې دماموند تحصيل په سيلوټۍ، ډمه ډوله او چينه ګۍ سيمو کې امنيتي ځواکونو دتندلارو په شکمنو ځالو دتوپو له لارې ګولۍ ورولي دي چې پکې دوه تندلاري وژل شوي دي.
همدغه راز دمليشه ځواکونو لخوا دجاري کړل شوي يو بيان له مخې امنيتي ځواکونو دخيبر او مهمند ايجنۍ دبيلا بيلو سيمو څخه درې شکمن تندلاري نيولي دي.

XS
SM
MD
LG