د جمعې په ورځ دپاکستان دسندهـ ايالت په سرښار کراچۍ کې ترسر شوؤ دوؤ بمي چاؤدنو کې دوژل شوؤ کسانو شميره 31ؤ ته رسيدلې ده چې دهغوي څخه د14ؤ کسانو دجنازې نمونځ نن د خالي په ورځ په ملير سيمه کې په گډ ډول شوىدى.
په کراچۍ کې دپوليسو يو مشر جاويد مهر وويل ددغو کسانو په جنازه کې خواؤشا 10,000ؤ کسانو گډون وکړو.
هغه وويل دوژل شوؤ کسانو دجنازې دنمونځ په مهال ټوله سيمه پوليسو او درينجر ځواکونو پخپله ولکې کې اخستې وه ترڅو کومه بله بده پيښه رامينځته نۀ شي.
دهغه وينا وه پوليس او رينجر ځواکونه دکراچۍ په ټولو کوڅو او حساسو سيمو کې گزمې کوي.
په کراچۍ کې دبمي چاؤدنو څخه وروستو په ټول ښار کې دماتم فضاء ده او دهړتال له امله سړکونه خوشې پراتۀ دي او ټول بازارونه هم تړل شوي دي.
دصوبايي حکومت وياند جميل سومرو خبريالانو ته ويلي دي تيره شپه په بمي چاؤدنو کې دژوبل شوؤ کسانو څخه نورو 6ؤ کسانو هم دټپونو توان رانۀ وړو او ساه يې ورکړه چې له دې وروستو دوژل شوؤ کسانو شميره 31ؤ ته رسيدلې ده.
دهغه په وينا خواؤشا 170 ژوبل کسان دکراچۍ بيلا بيلو روغتونو ته رسول شوي چې دغلته يې علاج کيږي. .
دسندهـ دکورنيو چارو وزير ذوالفقار مرزا وايي دترهه گرو اصل هدف دشيعه مسلمانانو مرکزي جلوس ؤ خو دسختو امنيتي انتظاماتو له امله هغوي پخپل مقصد کې بريالي نۀ شول.
بايد وويل شي تيره ورځ په کراچۍ کې دوه بمي چاؤدنې شوې وې چې دلمړۍ هدف دفيصل په سړک دشيعه مسلمانانو يو بس ؤ، په دغه چاؤدنه کې تر12ؤ پورې کسان وژل شوي او گڼ شميرنور ژوبل شوي وؤ.
کله چې په دغه چاؤدنه کې ژوبل شوي کسان جناح روغتون ته رسول کيدل نو په دغه مهال په روغتون کې يوه بله چاؤدنه هم وشوه چې پکې د13ؤ کسانو دوژنې راپورونه ترلاسه شوي وؤ.
تير کال ددسمبر په 28مه نيټه هم په ايم اى جناح روډ دعاشورې په مرکزي جلوس کې دشوې چاؤدنې له امله خواؤشا40 کسان وژل شوي وؤ.
په کراچۍ کې دپوليسو دپلټنيزې ډلې مشر راجا عمر خطاب وايي په دغو ترسره شوؤ چاؤدنو کې دتندروه ډلې جندالله دجنگيالو لاس دى.
هغه وايي ددسمبر دچاؤدنو څخه راپديخوا مونږ ددغه ډلې څلور کسان نيولي خو اوس هم د12ؤ څخه تر14ؤ پورې تندلاري دنيول کيدو څخه بچ پاتې شوي دي چې هغوي ددغه رقم بريدونو پلانونه جوړوي.
1