لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یمن کې لانجمن عالم د امریکا او یمن ترمنځ اختلافات څرگندوي


په یمن کې شیخ عبدل ماجد الځنداني یو مشهور، بااثره خو لانجمن عالم په حیث پیژندلی کیږي. په امریکا کې هغه یو ترهگر گنړلی کیږي.
خو د هر څه نه زیات ځنداني د هاغه تضاد شکل اختیار کړی دی کوم چې په یمن او امریکا کې د القاعده خلاف د جنگ په موضوع وجود لري.
هغه د امریکې نه زیات په یمن کې شهرت لري خو په غربي نړۍ کې هم پیژندلی کیږي.
د امریکې حکومت ځنداني په خصوصي توگه نړي وال ترهگر بولي او په هغه دا تور لگوي چې هغه د اوسامه بن لادن روحاني رلارښوددی او ترهگر تنظیمونو ته پیسیې رسوي.
اسماعیل سهیلي د ایمان یونیورسټۍ د سیاسياتو د څانگې مشر دی. ایمان یونیورسټي ځنداني جوړه کړې ده او مشريي هم دی. سهیلي وايي امریکې خپل تاریخ گډوډ کړی دی.
د نورو یمني عالمانو او د امریکې د حکومت په رنگ ځنداني به هم د نولسوه اویایم او نولسوه اتیایم په لسیزو کې عرب ځوانانو ته په افغانستان کې د روس خلاف د جنگیدو حوصله ورکوله.
سهیلي وايي اوسامه بن لادن به هم په دغو خلکو کې شامل وو چې افغانستان ته به يي د جنگ د پاره ځوانان لیږل. هغه وايي ځنداني د القاعده سره څه تړون نه لري.
خو ځنداني د غرب د پالیسو په اړه خپله نا خوښي نه پټوي. د یمن سرښار ثنا په یو خبري کانفرنس کې هغه اویل چې د امریکې مشران خپل اولس ته دروغ وايي او په نړۍ کې اقتصادي بهران په عراق کې د امریکې د پیسو ضائع کیدو په وجه رامنځته شوی دی.
د جنورۍ په منځ کې ځنداني د نړي وال جهاد غږ اوکړو کې که چرې غربي قوتونو د القاعدې سره د جنگ د پاره یمن ته ځواکونه اولیږل.
یمن کې اکثر خلک په عراق او افغانستان کې د جنگونو مخالفت کوي او ټوکې کوي که امریکاي ځواکونه یمن ته اولیږلی شول نه هر تن به القاعده کې شامل شي.
که څه هم ځنداني باندې ترهگرو ته د پیسې ورکولو تورلگول کیږي خو یمنیان په دې اړه خپل نظر لري چې څوک ترهگر دی او څوک نه دی.
د مثال په توگه حماس په یمن کې په پراخه کچه د فلسطین قانوني حکومت گنړلی کیږي. او ځنداني لکه د نورومشهورو یمنیانو په رنگ په ډاگه د حماس ډله کوي. امریکا او اروپاي اتحاد حماس ترهگر تنظیم گنړي.
یمن کې د ځنداني خلاف د ملگرو ملتونو د بندیزونو په څرگنده سرغړونه کیږي. د یمن دخارجه دفتر یو چارواکی وییل الحمداني وايي ځنداني ته څه سزا نشي ورکیدی ځکه چې کوم قانون يي نه دی مات کړی.
الحمداني وايي ځنداني د یمن شهري دی، د قانون پابندي کوي او که جرم اوکړي نو عدالت به ته وړاندې کیږي.
په یمن کې د ځنداني د ځنی نظریاتو په وجه لانجې هم راپورته شوې دي. هغه وايي چې د ایډز مرض علاج يي دریافت کړی دی او داسې سائنسي دلیل لري چې ښځې په یو و خت د یاداشت او دسوچ کولو صلاحیت نه لري نو په دې وجه اسلامي عدالت کې د دوو ښځو شهادت د یو سړي برابر گنړلی کیږي.
تیر کال هغه د هاغه مجوزه قانون مخالفت کړی وو چې د ورکوټو جینکوسره په واده يي پابندي لگول غوښتل. هغه په سیاست کې د زناناؤ په گډون پابندي لگول غوښتل او په یمن کې دی سعودي عربستان په شان د مذهبي پولیس جوړول غواړي.
د ډیرو یمنیانو د پاره، که د هغه سیاست سره اختلاف هم لري، ځنداني یو قامي شخصیت دی. ذیاتره سیاستدانان وايي داگنړل هم د خندا خبره دا چې د یمن حکومت به دومره مشهور شخصیت مجبوره کړی شي چې د غربي نړۍ لخوا په هغه د لگول شوو الزاماتو ځوابونه ترې واخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG