لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان اوهند د خبرو اترو لپاره په نېټه صلاح شوي


د پاکستان او هند ترمينځ به يوځل بيا امن مذاکرات دفرورۍ په 25مه نيټه کيږي، دغه اعلان دجمعې په ورځ دوزيراعظم هاؤس څخه جاري شوي يو بيان کې شوى دى.
ددواړو هيوادونو دخارجه سکترانو ترمينځ به دغه خبرې اترې دفرورۍ په 25مه نيټه په نوي ډيلي کې کيږي.
په د کال 2008م دنومبر په مياشت کې په ممبۍ کې دشوؤ ترهه گريزو بريدونو پړه هند په پاکستان اچولې وه او ورسره په يو اړخيزه توگه دخبرو اترو لړۍ ځنډولې وه.
دسرکاري بيان له مخې وزيراعظم يوسف رضا گيلاني خارجه سکتر سلمان بشير ته امر کړى دى چې دهند سره په دغو خبرو اترو کې ټولې ستونزې راپورته کړي او په دغو دوه اړخيزو خبرو اترو کې دستونزو دزر تر زره هواري لپاره هڅې وکړل شي.
وزيراعظم ويلي دي چې بايد هند سره گټورې خبرې اترې وکړل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG