لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ دملا عبدالغني برادر د نیولو پخلى کړى دى


د پاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس دطالبانو دلوړپوړي کمانډر ملا عبدالغني برادر دنيول کيدو تصديق کړى دى.
جنرال اطهر عباس پخپل يو بيان کې ويلي دي دتفصيلي پيژندگلو څخه وروستو ددې خبرې پخلى شوى دى چې نيول شوى تن ملا عبدالغني برادر دى.
بيان کې ويلى شوي دي دطالبانو کمانډر لپاره عمليات يا هغه دکوم ځايې څخه نيول شوى دغه تفصيلات دامنيتي وجوهاتو له امله مخې ته نۀ شي راوړل کيدلى.
دافغانستان دطالبانو دمشر ملا عمر څخه وروستو عبدالغني دطالبانو تر ټولو بااثره مشر گڼلى شي.
دپاکستان پوځ دطالبانو ددغه مشر تصديق وروسته له هغې وکړو چې تيره ورځ دامريکا وتلې ورځپاڼې نيويارک ټائمز پخپل راپور کې ادعا وکړه چې دامريکا استخباراتي شبکې سي ائي اى او دپاکستان استخباراتي شبکې ائي ايس ايي دگډې کارروايۍ په مهال دطالبانو مشر ملا عبدالغني برادر دپاکستان دکراچۍ ښار څخه نيولى دى.
چارواکو دنوم نۀ څرگندولو په شرط نن دچارشنبې په ورځ ويلي دي عبدالغني 10 ورځې دمخه دکراچۍ دجنوبي برخې څخه نيول شوى ؤ.
څيړونکي وايي په کال 2001ء کې دافغان جگړې دپيل څخه وروسته د نيول شوؤ طالب کمانډرانو څخه ملا عبدالغني تر ټولو لوړپوړى او مهم طالب مشر گرځولى شي.
پنځوس کلن ملا عبدالغني برادر دطالبانو دغورځنگ مهم مشر دى او دطالبانو دحکومت په مهال دافغانستان دهرات ولايت گورنر يا والي هم پاتې شوى دى.
دنوموړي تعلق دافغانستان دجنوبي ضلعې ارزگان سره ښودلى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG