لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چلی کې زلزلې د ٣٠٠ نه زیات خلک وژلې


د جنوبي امریکا هیواد چلی کې د زلزلې له امله د ٣٠٠ نه زیات خلک وژل شوې او د هیواد په منځنۍ برخه کې په پراخه کچه تباهي رامنځته شوې ده.
صدر براک اوبامه ویلې دي چې امریکا چلی سره په دې افتي وخت کې د مرسته د پاره تیاره ده.
دچلی د ٨.٨ درجې زلزلې په لويه کچه تباهي خورې کړې ده او ورستي معلومات وايي چې دودانيو دملبې لاندې دگيريدو له امله د ٣٠٠ نه زیات خلک وژل شوې دي خو دا شمیره نوره هم زیاتیدی شي.
دخالي په ورځ دامريکا جمهوررئيس براک اوباما پخپل يو بيان امريکا دزلزله ځپلي هيواد چلي ته دمرستو ورکولو لپاره چمتو ده.
جمهوررئيس وايي دلمړيو نخښو څخه داسې په ډاګه کيږي چې زلزلې په سلګونو کسان وژلي دي.
هغه پخپل بيان کې زياته کړې ده کۀ دچلي حکومت دمرستو لپاره خواست وکړي نو امريکا دامدادي هلو ځلو لپاره بيخي چمتو ده.
ددغه زلزلې څخه وروستو دبحرالکاهل په ساحلي هيوادونو کې دسونامي خبردارى جاري کړل شوى دى.
ددغه زلزلې مرکز دچلي مينځنۍ ښار کنسيپ سيون څخه سل کلو ميټره لرې ؤ.
داتوار په ورځ جاپاني چارواکو ويلي دي په چلي کې دراغلې زلزلې له امله پورته شوې څپې دجاپان يوې ساحلې سيمې سره ټکر شوي چې ددغه ځايې څخه دزرگونو په شمير کې کسان خوندي سيمو ته وړل شوي دي او خلکو ته دسمندر لوري ته دنۀ ورتللو امر شوى دى.
صدر مشل باشالى په مينځنۍ چلي کې بيړنى وضعيت پځايې کړى دى.
هغه ويلي دي دجنوبي مالى په سيمه کې د٨٥ؤ مرگونو پخلى شوى دى او دهيواد نومول شوي جمهوررئيس سباسچين پنيرا ويلي دي ددغه زلزلې له امله دټول هيواد تعميراتي ځاندرې ته په لويه کچه زيان رسيدلى دى.
دزلزلې څخه وروستو گڼ واړۀ جړقونه هم احساس کړل شول چې پکې تر ټولو لويې په ريکټر سکيل ٦. ٩ؤ.
دزلزلې لمړي جړق سړکونه، ودانۍ او پلونه تباه کړي دي او سړکونه هم خراب شوي دي.
په پلازمينه سين تياگو کې بين المللي هوايي اډې ته دزيان رسيدو څخه وروستو دغه اډه تړل شوې ده.
په گڼو سيمو کې دتيليفون او بجلۍ ليکې قطع شوي دي چې له امله يې دمواصلاتو نظام کې خنډان راپورته شوي دي.
جمهوررئيس باشالى په خلکو ټينگار کړى دى چې هغوي بايد اوس مهال نورو ځائيونو ته دتگ او سفر څخه ډډه وکړي.
پوهانو خبردارى ورکړى دى چې دزلزلې له امله دخونړي سونامي څپې پيدا کيدلى شي چې دبحرالکاهل ساحلي هيوادونو، روس او دامريکا هوايي رياست په نخښه کولى شي.
دامريکايي ادارې يو ايس جي وينا ده د٨ؤ څخه دزيات شدت زلزله ستره گڼلى شي چې له امله يې په لويه کچه تباهي خوريدلى شي.
په چلي کې دتاريخ تر ټولو ستره زلزله په کال ١٩٦٠ء کې راغلې وه چې شدت يې ٩.٥ؤ او له امله يې سخت سونامي پيدا شوى ؤ چې دجاپان او فلپائن په گډون يې دبحرالکاهل په ساحلي هيوادونو کې تباه خوره کړې وه.
په جنورۍ کې هيټي کې دراغلې زلزلې شدت په ريکټر سکيل ٧ درجې ؤ او په کال ٢٠٠٥م کې پاکستان کې دراغلې زلزلې شدت ٧.٦ ؤ.

XS
SM
MD
LG