لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکې خارجه وزارت وايي پاکستان کې د انساني حقوقو حالت خراب دی


په پاکستان کې د انساني حقوقو په هکله د امریکې خارجه دفتر ویلې چې که څه هم موجوده غیر پوځي حکومت یو شمیر مثبت گامونه اخستي، خو هیواد کې د انساني حقوقومجموعې وضعه خرابه ده.
د امریکې د خارجه وزارت د انساني حقوقو په هکله کلیز رپورټ کې وايي چې غیرقانوني وژنې، تشد او د خلکو بې درکه کیدل په پاکستان کې د انساني حقوقو په لړ کې لوې مسلې دي.
په واشنگټن کې د پاکستان د سفارت یو ویاند ندیم کیاني وايي چې د حکومت لخوا اخستل شوې گامونو په ترڅ کې حالات په ښه کیدو دي.
دامریکې د خارجه وزارت رپورټ وايي د پاکستان په قبائیلي علاقو کې د ایف سي ارقانون د لاندې اجتماعي سزاگانې هم یوه مسله ده.
رپورټ وايي چې د پاکستان په عدالتونو کې مقدمې ځنډولېی کیږي او په جرمونو کې ککړ خلک اکثر د سزا نه بچ شي د څه په وجه چې ځني خلک ځانونه د قانون نه بالا گنړي.
رپورټ کې ویلې شوې چې د پاکستان په ځندانونو کې هم حالات خراب دي او په هیواد کې د خلکو بې جوازه او د مقدمو بغیر نیول کېدل هم غټې مسلې دي.
رپورټ وايي عدلیه هم اذاده نه ده، په حکومت او پولیسو کې بډې رشوتونه عام دي او حکومت ددې مسلولمنځه وړلو د پاره څه خاص گامونه نه دي اخستي.
د امریکا خارجه وزارت وايي په پاکستان کې نورې لوې مسلې د زناؤ سره جنسي زوریاتی، په کورونو کې دننه تشدد او زناناؤ د حقوقو سرغړونه شامل دي. د غیرت په نوم جرائم او د تعصب نه ډک قانوانین د مذهبي اقیلتنونو او د میرمنو د زورولو د پاره کارول کیږي.
وزارت وايي پاکستان کې د مذهبي اذادیو سرغړوني اود فرقه ایز تشدد پیښې اوس هم رامنځته کیږي او د ماشومانو زورول کیدل او استحصال هم وجود لري.
د ترهگرۍ خلاف د جگړې ذکرپه موقعه د امریکې د خارجه وزارت رپورټ وايي چې په قبائيلي علاقو او صوبه سرحد کې پوځي عملیاتو کې ١،١٥٠ ملکي تنان وژل شوې او د جنگیالو بریدونو کې ٨٢٥ عام خلک وژل شوې دي. په فرقه ایز تشدد کې ١١٢٥ خلکو ژوند د لاسه ورکړی او هیواد کې په ٦٥ ځانمرگي بریدونو کې ٩٧٠ خلک وژل شوې.
د انساني حقوقو په هکله د امریکې د خارجه وزارت رپورټ وايي چې په بلوچستان کې د مبطوعاتي رپورټونو تر مخه د وړی کچې بغاوت سره تړلې د تشدد په پیښو کې ١٢٥ خلک وژل شوې.
په واشنگټن کې د پاکستان د سفارت ویاند ندیم کیاني وايي چې په پاکستان کې د انساني حقوقو وضعه په ښه کیدو ده.
ندیم کیاني واائس اف امریکا ډیوه ریډیوته اویل چې د موجوده حکومت لخوا د اخستل شوو گامونو په نتیجه کې پاکستان کې حالات د بهترۍ په لوري روان دي.
هغه زیاته کړه چې د امریکې د خارجه وزارت درپورټ په هلکه رسمي وینا به اسلام اباد کې د پاکستان خارجه وزارت کوي.

XS
SM
MD
LG