لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هلمند: ځانمرگي بريد کې 10 کسان وژل شوي دي


دافغانستان په هلمند ولايت کې ديو ځانمرگي بريد له امله لږ ترلږه 10 کسان وژل شوي او7 نور ژوبل شوي دي.
دهلمند ولايت حکومتي وياند داؤد احمدي خبريالانو ته په دغه هکله ويلي دي دغه پيښه دهلمند په گريشک اولسوالۍ کې هاغه مهال رامينځته کله چې دسيمې څخه دافغاني پوځيانو يو کاروان تيريدلو.
هغه وويل يو تن ځانمرگي چې په موټر سائيکل سپور ؤ غوښتل يې دافغاني ځواکونو دغه کاروان په نخښه کړي خو خپل هدف ته له رسيدو وړاندې يې په ځان پسې چاؤديدونکو موادو ته انفجار ورکړو او يوه درنه چاؤدنه وشوه.
وياند وويل ددغه چاؤدنې له امله لږ ترلږه 10 اولسي وگړي وژل شوي او 7 ژوبل شوي دي.
داؤد احمدي زياته کړه دبريد له امله دهرات څخه دافغانستان پايتخت کابل ته په غځيدلې لويه لاره دگريشک په بغراپل سيمه کې يو پل په نخښه کړل شوى.
هغه وويل ددغه پل سره نزدې دجشن نوروز لپاره گڼ شمير کسان راغونډ شوي وؤ.
همدغه راز په هلمند کې دروغتيا په هکله يو چارواکي عنايت الله غفوري ويلي دي په ژوبل شوؤ کې دوه ماشومان هم شامل دي چې روغتون ته وړل شوي دي.
بل لوري ته په ختيز ولايت خوست کې هم دسړک دغاړې يوې بمي چاؤدنه کې دوه کسان وژل شوي او څلور ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG