لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : د ډرون بريد کې شپږ کسان وژل شو ي دي


د افغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان کې دشکمنو بې پيلوټه جاسوسي الوتکو په يو بريد کې لږ ترلږه شپږ جنگيالي وژل شوي دي.
دغه بريد دنهې په ماښام دشمالي وزيرستان په مرکزي ښار ميرانشاه کې دتندلارو ديو مرکز څخه بهر په يو گاډي ترسره شوى دى چې پکې شپږ تندلاري وژل شوي او درې ژوبل شوي دي.
دډرون څخه دتندلارو په دغه گاډي دوه ميزائيل وداغل شول.
تر دې مهاله دا نۀ ده په ډاگه شوې چې ايا په وژل شوؤ کې دالقاعده يا طالبانو کوم پوړلوړى مشر هم شامل دى که نه؟
عيني شاهدان دا هم وائي چې دبريد څخه سمدستي وروستو تندلارو دخپل مرکز او تباه شوي گاډي لوري ته غځيدلې ټولې لارې تړلي دي.
په شمالي وزيرستان کې دډرون په بريدونو کې په دې وروستيو کې چټکتيا راغلې ده.
دروان کال دفرورۍ په مياشت کې هم په شمالي وزيرستان کې دتندلارو په يو مرکز ترسره شوي دډرون بريد کې دافغاني طالبانو دډلې دمشر سراج الدين حقاني ورور محمد حقاني وژل شوى ؤ.
دکال 2008م داگست مياشتې څخه دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد ترسره شوؤ د90 څخه زياتو بريدونو کې دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود په گډون د830ؤ څخه زيات کسان وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG