لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عبدالباسط: دامريکا په هوائي اډو دپاکستاني وگړو دبدني لټون پريکړه بيرته اخستل کيږي


امريکې پاکستان خبر کړى دى چې دامريکا په هوائي اډو دپاکستان په گډون دنړۍ د14ؤ ملکونو څخه دراتلونکو مسافرو دځانگړو مشينونو په ذريعه دبدن دلټون يا جامعه تالاشۍ فيصله بيرته اخستل کيږي.
هيله ده چې دامريکې له لوري به په دې لړ کې نن دجمعې په ورځ رسمي اعلان وکړل شي
دغه څرگندونې دپاکستان دخارجه دفتر وياند عبدالباسط خان وائس اف امريکا سره په يوه ځانگړې مرکه کې کړي دي.
هغه وويل امريکائي انتظاميې دخپلې دغه پريکړې په لړ کې دامريکائي کانگريس غړې شيلا جيکسن او په پاکستان کې دامريکا سفيرې اين ډبليو پيټرسن دجمعې په ورځ دپاکستان دبهرنيو چارو وزير سره ليدلي او هغه يې خبر کړى دى چې امريکا پخپلو هوائي اډو دبدن دتالاشۍ اخستو پريکړه بيرته اخلي.
بايد وويل شي په تيرو مياشتو کې دامريکا په هوائي اډو دپاکستان په گډون دنړۍ د14ؤ هيوادونو دوگړو دځانگړو مشينونو له لارې دبدن دڅارنې يا تالاشۍ اخستونوى عمل رامينځته شوى چې په دغه عمل دپاکستان حکومت او اولس احتجاج کړى خو امريکائي چارواکي وائي دبدني لټون دغه عمل يې دممکنه ترهه گرۍ دمخنيوي دپاره کړى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG