لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرغزستان کې د موجوده صدر حکومت نسکور کړی شوی


د مرکزي اسیا هیواد کرغزستان کې د خونړۍ مظاهرو ورسته د حکومت مخالف ډلې وايي چې د موجوده صدر کورمانبیک باقیوواک نسکور کړی شوی او د هیواد په بیلا بیلو ښارونو کې د اړي گړي له امله ٦٥ تنان وژل شوې دي.
د اختلاف ډلو مشران وايي چې د خارجه وزیرې روزه اوتنبائیوه په مشرۍ که به موئقتي حکومت جوړول کیږي. په سرکاري ریډیو باندې خپلو خبرو کې اوتنبائیوه ویلې چې واک اوس د وولس حکومت په لاس کې دی.
حزب اختلاف دا هم ویلې چې موجوده وزیراعظم دانیار اوسینو استعفا ورکولو ته تیار شوی دی خودغه خبره په ازاده توگه نه ده تصدیق شوې.
چارواکي وايي کرغز صدر کورمانبیک باقیو د سرښار بشکیک نه سویلي ښار اوش ته تلی چې د هغه د پلویانو مرکزگنړلی کیږي.
تیره شپه په سرښار بشکیک کې وخت په وخت د ډزو اوازونه اوریدلی کیدل او لوټ مارانو د صدر باقیو د خپلوانو یو کور هم وو لوټلو.
چارواکو په مظاهرو او اړي گړي کې د ٦٥ خلکو د وژل کیدو تصدیق کړی خو د حکومت مخالیفین وايي چې تر ١٠٠ ؤ پورې تنان وژل شوې دي. رپورټونه وايی ۴٠٠ خلک زخمیان شوې دي.
د امریکې د خارجه دفتر ویاند پي جی کراؤلي ویلې چې واشنگټن په کرغزستان کې د شوې تشدد غندنه کوي او په هیواد کې په ټولو ډلو غږ کوي چې د قانون احترام دې ووکړي.
د اړي گړي په ترڅ دا پوښتنه هم راپورته شوې چې په هیوادکې موجود د امریکې پوځي هوايي اډې مستقبل به څه وي؟ ددغه مرکز د لارې امریکا په افغانستان کې پرځاې عسکرو ته کمک رسوي.
د امریکا ددفاع وزارت د شورو په ورځ ویلې چې د نا قرارۍ په وجه کرغزستان کې پوځي میدان تړلی شوی دی.
په هیواد کې د اړي گړي په ټیلې وژن ښودلې شوو عکسونو کې لیدل شوې چې مظاهره چیانو په حکومتي ودانو حملې کولې او امنیتي ځواکونو پې ډزې کولې. عیني شاهدانو د بشکیک په لارو کوڅو کې مړي او زخمیان لیدلي.
کرغزستان غریز هیواد دی او ٥٠ لکه ابادي لري. سیاسي کارکونکي وايي په هیواد کې د صدر باقیو د زورونکو پالیسو خلاف تاؤتریخوالی د ډیرې مودې راهسې په زیاتیدووو.
صدر کورمانبیک باقیو په کال ٢٠٠٥ په وړمبي وار حکومت ترلاسه کړو او هاغه وخت هم د هغه خلاف مظاهرې شوې وې. خو ددې ورسته هغه په واک خپلې منگولی مظبوطې کړې، مخالیفین او ازاد مطبوعات يي ووچکول.
ورستۍ ناقراري د هیواد په شمال غربي ښار تلاس کې د نهې په ورځ شورو شوه چرته چې د حکومت مخالیفینو د صوبايي حکومت په دفترونو یرغل ووکړو.

XS
SM
MD
LG