لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

زابل : د ناټو هيلي کاپټر غورځیدلی، درې عسکر مړه


په افغانستان کې دميشتو ائتلافي ځواکونو يو هيلي کاپټر په جنوبي ولايت زابل کې غورځيدلى او ناټو وائي په دغه پيښه کې يې درې پوځيان او يو بل مامور وژل شوى دى.
طالب ياغيانو ادعا کړې ده چې دغه هيلي کاپټر هغوي نسکور کړى دى خو دافغان چارواکو وينا ده چې داسې بريښي دغه هيلي کاپټر د تکنيکي خرابتيا له امله غورځيد لى دى.
دناټو دوياند له مخې دغه هيلي کاپټر تيره شپه ناوخته دزابل ولايت مرکز قلات ته نزدې غورځيدلى دى او دپيښې دعلت معلومولو دپاره پلټنې روانې دي.
دناټو چارواکو له مخې په پيښه کې وژل شوي دريواړه عسکر امريکايان دي.

XS
SM
MD
LG