لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گيلاني :پاکستان بايد دايټمي کلب باقاعده غړى ومنل شي


دايټمي وسلو په بابله دگل په ورځ پيل کيدونکې نړيوالې سرټولنې څخه يوه ورځ دمخه دامريکا جمهوررئيس براک اوباما او دپاکستان وزيراعظم يوسف رضا گيلاني ليدل کتل کړي دي.
ددغه ليدنې څخه وروستو خبريالانو ته وزيراعظم گيلاني وئيلي دي چې په ليدنه کې دنورو چارو ترڅنگ دسول نيوکلئير مرستې په هکله هم خبرې اترې شوي او هغه هيله لري چې دپاکستان اولس به په دغه لړ کې ډير زر زيرى واوري.
وزيراعظم گيلاني وويل پاکستان غواړي چې په رسمي توگه دنړيوال ايټمي کلب غړى ومنل شي.
دهند او پاکستان داړيکو په بابله ديوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي گيلاني وويل پاکستان په پراخه زړۀ سره دخپل مينځي خبرو اترو پلوي دى .
دهغه وينا وه سياست دانان دجنگ نۀ بلکې دامن طرف اودريږي.
دپاکستان وزيراعظم وويل هغه امريکائي جمهوررئيس سره په ليدنه کې براک اوباما ته دپاکستان دسفر بلنه ورکړې ده چې هغه په خوشحالۍ سره قبوله کړې ده.
له دې وړاندې خبريالانو ته داحوال تيرولو په مهال دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وويل په دغه ليدنه کې دامنيت،انرژۍ او اقتصادي مرستو په هکله خبرې اترې شوي دي.
شاه محمود قريشي وويل په خبرو اترو کې دپاکستان په ايټمي پنگو هم بحث وشو او وزيراعظم گيلاني وويل چې پاکستان دعالمي کچ حفاظتي معيار او ميکانيزم لري.
دقريشي له مخې دوزيراعظم گيلاني وينا وه چې دپاکستان ايټمي وسلې دورانکارو لاسونو ته نۀ شي ورتللى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG