لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدراوباما : د ترهگرو لخوا د اټومي برید خطر زیات شوې دی


د امریکا جمهوررئیس براک اوباما ویلي د ترهگرو لخوا د اټومي وسلو ترلاسه کولو هڅو وروسته د ترهگرو لخوا اټومي برید خطر زیات شوې دی.
داټومي وسلو د نه خپوریدو په هکله دوه ورځنی نړيواله سرټولنی په دویمه ورځ ښاغلي اوباما وویل چې نړیوال مشران دې باید خبرو پرځاې عملي گامونه پورته کړي چې دغه وسلې د ترهگرو لاسونو ته پریوتو نه بچ کړل شي.
دغه غونډه چې ورکې 47ؤ هيوادونو مشران برخه اخلي او مشري يې جمهوررئيس اوباما کوي داسې تمه کېږي چې یوه گډه بیانیه به خپور کړي چې ترمخه به یي څلورو کالو کې دننه اټومي وسلې خوندي کولی شي.
ټاکل شوې ده دامريکا جمهوررئيس براک اوباما د نهې په ورځ په اخر کې د ترکیه صدراعظم طیب اردگان، د ارجېنټینا صدر کرسټینا فرنډیس او د جرمن چانسلر انجیلا مرکل سره په بيلا بيلا توگه ليدنې کوي.
پرون ښاغلي اوباما د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گېلاني او د هند وزیراعظم منموهن سنگهـ سره لیدلي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG