لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پيټرياس:پاکستان کې طالبان  بې گناه خلک په نخښه کوي


<!-- IMAGE -->

د امريکا پوځي مشر جنرال ډيوډ پيټرياس وائي دپاکستان دامنيتي ځواکونو له لوري دطالبانو په ضد دپيل کړل شوؤ برياليو عملياتو دغبرگون په توگه طالبان بې گناه وگړي وژني.
دپي بي ايس سره په يوه مرکه کې جنرال ډيوډ پيټرياس وويل دپاکستان حکومت دتندلارو په ضد روانو عملياتو کې زړۀ پورې پرمختگ ښودلى دى.
ښاغلي پيټرياس وويل دپاکستان پوځ په قبائيلي سيمو او په ځانگړې توگه دخيبرپښتونخوا په سوات سيمه کې ښه برياليتوب ترلاسه کړى خو په واضحه توگه دغه يو مشکل کار دى.
هغه وويل دپاکستان دننه طالبانو او دهغوي ملگرو داولسي خلکو په ضد د ورانکارۍ فعاليتونه ترسره کوي.
پيټرياس وويل دغه تندلارو تل دپاکستان دننه اولسي او بې گناه خلک په نخښه کړي ، لکه څنگه چې يې دپاکستان پخوانۍ وزيراعظمه بې نظير بوټو په نخښه کړه او دغه هيواد ته تلونکو دکرکټ په ټيمونو او په زرگونو پاکستاني اولسي وگړو يې بريدونه ترسره کړي دي.
دپيټرياس له مخې هم ددغو وجوهاتو له امله پاکستان دتندلارو په ضد عملياتو کې بريا ترلاسه کړې ده .
هغه وويل پاکستاني وگړو وليدل چې هم دغه تندلاري دهغوي دهيواد لپاره يو سخت گواښ دى.
جنرال پيټرياس وويل دافغانستان او پاکستان دننه په روانه جگړه کې توپير ځکه دى چې په افغانستان کې دامريکا پوځيان موجود دي او تر ټولو ستر رول يې په غاړه دى.
پيټرياس وويل په افغانستان کې اوس مهال مونږ هڅه کوؤ هاغه سيمې يو ځل بيا تر خپل واک لاندې راولو کومې چې دمخالف لوري لخوا په کنټرول کې اخستل شوي دي.
امريکائي جنرال وويل اوس مهال به دافغانستان په قندهار ولايت کې طالبانو ته ماتې ورکول دترهه گرۍ په ضد جگړه کې زيات مهم وي

XS
SM
MD
LG