لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان په سوات سیمه کې اووه جنگيالي وژل شوي دي


<!-- IMAGE -->

دپاکستان دخيبرپښتونخوا په سوات سيمه کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو په نښتو کې د5ؤ مهمو طالب کمانډرانو په گډون 7 جنگيالي وژل شوي دي.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه ريډيو ته وويل د سوات په کانجو سيمه کې تيره ورځ يو شمير تندلاري په يو کور کې پټ شوي وؤ چې دهغوي دنيولو دپاره امنيتي ځواکونو ددغه کور څخه گيره اچولې وه.
سرچينې وائي په دغه مهال پوځ دتندلارو دنيولودپاره د20ؤساعتوڅخه دزيات وخت عمليات ترسره کړل او 4 تندروه کمانډران يې ووژل.
دسرچينو وينا ده په وژل شوؤ کې دطالبانو مهم کمانډر احسان الرحمان هم شامل دى.
وئيل کيږي ددغو عملياتو په مهال دپوځ څخه يو طالب کمانډر ژوندى په تيښته بريالى شوى او دهغه دنيولو دپاره امنيتي ځواکونو په کانجو ، ډهيرۍ او کوزه بانډۍ کې گرځ بنديز پځايې کړى دى.
دسوات دغاليگي په بريکوټ سيمه کې هم دامنيتي ځواکونو سره په نښته کې دوه طالب کمانډران انور او دهغه مرستيال صديق وژل شوى دى.
دسرچينو په وينا په دغه نښته کې يو عسکرهم ژوبل شوى دى.
اوړمه ورځ په سوات او ملاکنډ کې دطالبانو په ضد دروانو پوځي عملياتو مشر ميجر جنرال سجاد غني ادعا کړې وه چې دسوات په عملياتو کې د70ؤ پورې تندلاري وژل شوي او يا هم نيول شوي دي.
جنرال سجاد غني وئيلي ؤ دپاکستان پوځ داولس په مرسته زياتې لاسته راوړنې کړي او يو مشن يې سرته رسولىدى.
هغه وويل کوم تندلاري چې دعملياتو څخه ژوندي وتلي هغوي به هم ډير زر له مينځه يوړل شي.

XS
SM
MD
LG