لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : بمي چاؤدنو کې 15 کسان وژل شوي دي


افغانستان : بمي چاؤدنو کې 15 کسان وژل شوي دي
افغانستان : بمي چاؤدنو کې 15 کسان وژل شوي دي
<!-- IMAGE -->

د پاکستان دپولې ترڅنگ دافغانستان په ختيز ولايت خوست کې دمسافرو په يو گاډي دبمي چاؤدنې له امله 12 کسان وژل شوي او 4 ژوبل شوي دي.
دغه پيښه دتڼيو داولسوالۍ دمرکز څخه 8 کلو ميټره لرې رامينځته شوې ده.
په وژل شوؤ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
دتڼيو اولسوال دولت خان قيومي خبريالانو ته وئيلي دي دزنده خيلو سيمې څخه عام وگړي په يو فلائنگ کوچ کې ښار ته روان ؤ چې گاډى يې په په بم والوتو.
هغه وويل دچاؤدنې سره سم په گاډي اور ولگيدو چې له دې امله زيات کسان په اور سوځيدلي دي.
بل لوري ته دافغانستان دزابل ولايت په شينکي اولسوالۍ کې هم ديو مائن دچاؤدنې له امله 3 کسان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
دسرچينو له مخې دغه مائن دسړک جوړونې ديو شرکت دساتونکو په موټر چاؤديدلى دى.
همدغه راز په قندهار ولايت کې يو قومي مشر دنامعلومو وسله والو په ډزو وژل شوى دى.
دقندهار دارغنداپ اولسوالۍ اولسوال حاجي عبدالجبار خبريالانو ته وئيلي وژل شوى عبدالرحمان دقندهار يو مخور قومي مشر ؤ.
دهغه دوژنې پړه هيچا په غاړه نۀ ده اخستې.
په افغانستان کې په نزدې وختونو کې دسړک دغاړې دبمي چاؤدنو بهير کې چټکتيا رامينځته شوې او تر دې دمه په سوونو کسان دسړکونو په غاړو دښخ کړل شوؤ مائنونو دچاؤدنو له امله وژل شوي دي.
ملگري ملتونه وائي تير کال په افغانستان کې 2400 وگړي دورانکارۍ په بيلا بيلو پيښو کې وژل شوي چې پکې زياتره دطالبانو په بريدونو او دسړک دغاړې دمائنونو په چاؤدنو کې وژل شوي وؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG