لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اورکزو:  پوځي عملياتو کې نور 15 جنگيالي وژل شوي دي


<!-- IMAGE -->

پاکستان قبائيلي سيمې اورکزۍايجنسۍ په بيلا بيلو ځائيونو کې امنيتي ځواکونو دتندلارو په شکمنو ځالو دجيټ الوتکو څخه بمباري کړې چې پکې د15ؤتندلارو دوژل کيدو راپورونه ترلاسه شوي دي.
عملياتو کې گڼ شمير تندلاري ژوبل شوي هم دي.
دپوځي سرچينو له مخې امنيتي ځواکونو نن دخالي په ورځ داورکزو ايجنسۍ په بيلا بيلو سيمو کاشه ، شيخان او يو شميرنورو سيمو کې دتندلارو په شکمنو ځالو دجيټ الوتکو څخه بمونه غورځولي چې پکې 11 تندلاري وژل شوي او دهغوي 3 ځالې هم له مينځه وړل شوي دي.
همدغه راز دمينځنۍ کرمې ايجنسۍ په عيسي خيل او انجفالي سيمو کې هم امنيتي ځواکونو دتندلارو يو شمير شکمنې ځالې په نخښه کړي چې پکې 4 تندلاري وژل شوي او دهغوي دوه ځالې تباه کړل شوي دي.
دتيرو څه کمو دوؤ مياشتو راهسې په اورکزو کې امنيتي ځواکونو دتندلارو په ضد په نااعلانه ډول عمليات پيل کړي او امنيتي ځواکونه وائي په دغو عملياتو کې د400ؤ څخه زيات جنگيالي يې وژلي او په سيمه کې يې دهغوي زور ختم کړى دى.
امنيتي ځواکونه ادعا کوي چې داورکزو ايجنسۍ يو شمير سيمې يې دترهه گرو څخه پاکې کړي دي.
اورکزو دپاکستان هاغه يواځينۍ قبائيلي سيمه ده چې دافغانستان سره پوله نۀ لري او راپورونه وائي په جنوبي وزيرستان ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد دعملياتو څخه وروستو زيات شمير تندلاري اورکزو ايجنسۍ او نورو نزدې سيمو ته تښتيدلي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG