لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنوبي وزيرستان او اورکزو کې 12 جنگيالي وژل شوي دي


جنوبي وزيرستان او اورکزو کې 12 جنگيالي وژل شوي دي
<!-- IMAGE -->

دپاکستان په قبائيلي سيمو جنوبي وزيرستان او اورکزو قبائیلي سیموکې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ شوؤ نښتو او دگن شپ هيلي کاپټرو گوله بارۍ کې لږ ترلږه 12 جنگيالي وژل شوي دي.
دسرچينو له مخې دجنوبي وزيرستان په جناتا سيمه کې يو شمير وسله والو جنگيالو دامنيتي ځواکونو په يو گاډي په درنو وسلو سره بريد وکړو چې پکې 3 پوځيان ژوبل شول چې له دې وروستو امنيتي ځواکونو ددغو بريد کوونکو په ضد چټک عمليات ترسره کړل او دوه جنگيالي يې ووژل.
دپيښې څخه وروستو امنيتي ځواکونو ټوله سيمه پخپله ولکه کې اخستې.
بل لوري ته په اورکزو ايجنسۍ کې يو انتظامي چارواکي سميع الله خان ادعا کړې ده چې امنيتي ځواکونو دگن شپ هيلي کاپټرو څخه دبره اورکزۍ په ډبورۍ سيمه کې دتندلارو په شکمنو ځالو گوله باري کړې چې پکې لږ ترلږه 10 تندلاري وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
خو دازادو سرچينو څخه ددغه حکومتي ادعا په هکله پخلى نۀ دى شوى.
په اورکزو ايجنسۍ کې دتيرو دوؤ مياشتو راهسې دتندلارو په ضد دامنيتي ځواکونو لخوا عمليات روان دي چې پکې تر دې مهاله تر 500ؤ جنگيالي وژل شوي دي.
راپورونه وائي چې په دغو عملياتو کې ديو کرنل په گډون 18 پوځيان هم وژل شوي دي.
سرچينې وائي امنيتي ځواکونو دکوزې اورکزۍ زياتره سيمې دتندلارو څخه پاکې کړي او په حسن خيل، کلايه، فيروزخيل، انجاني، ستوري خيل او حشمت خيل سيمو کې يې پښې مضبوطې کړي دي.
تر دې مهاله تر 300ؤ پورې کورنۍ چې دعملياتو له امله بې کوره شوې دپوځ په حفاظت کې بيرته خپلو سيمو ته ستنې شوي دي.
دخالي په ورځ په مرکزي اورکزۍ کې دفضائي بريد له امله 11 او دجمعې په ورځ په ميرغاري سيمه کې دپوځ او تندلارو ترمينځ نښتو کې تر 20ؤ پورې جنگيالي وژل شوي وؤ.
اخوا دخيبرپښتونخوا دسوات په کبل سيمه کې ديو کور دننه شوې چاؤدنه کې يوه ښځه وژل شوې او درې کسان نور ژوبل شوي دي.
دسرچينو له مخې دکبل په سنگرسيرئ سيمه کې دځايې امن کميټۍ ديو غړي روشن زاده په کور کې چاؤدنه شوې چې پکې يوه ښځه وژل شوې او درې کسان نور ژوبل شوي دي.
په سملاسي توگه ددغه چاؤدنې نوعيت نۀ دى په ډاگه شوى او ژوبل کسان دتداوۍ لپاره روغتون ته رسول شوي دي.
دچاؤدنې څخه سمدستي وروستو سيمې ته پوځيان ورسيدل او ټوله سيمه يې پخپله ولکه کې واخسته

XS
SM
MD
LG