لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې دډرون بريد, 10 جنگيالي وژل شوې


شمالي وزيرستان کې دډرون بريد, 10 جنگيالي وژل شوې
شمالي وزيرستان کې دډرون بريد, 10 جنگيالي وژل شوې
<!-- IMAGE -->

دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د شکمن بې پا ئيلټه امريکايي جاسوسي الوتکې دتندلارو په يوه ځاله بريد کړی چې لږ ترلږه 10 جنګيالي پکښې وژل شوي دي.
دسرچينو له مخې نن داتوار په ورځ يو بې پيلوټه شکمنې جاسوسي الوتکې دشمالي وزيرستان مرکز ميرانشاه څخه 50 کلو ميټره لويديز لوري ته ددته خيل په اينځرکڅ کلي کې په یو کور دوه ميزائيلونه داغلي دي.
دسرچينو وينا ده په دغه کور کې ګڼ شمير تندلاري راټول شوي وؤ چې په دغه مهال پرې جاسوسي الوتکې بريد ترسره کړو.
سرچينې داهم وايي چې دغه کور به بهرنيو جنګيالو دخپلو فعاليتونو لپاره کارولو.
دبريد څخه وروستو په نخښه کړل شوى کور بيخي تباه شوى او طالب جنګيالو دپيښې ځايې ته غځيدلې ټولې لارې تړلي او دتباه شوي کور ودانۍ څخه مړي راوباسي.
دبريد څخه وروستو هم تر يو څه وخته په سيمه جاسوسي الوتکو الوتنې کولې.
تيره اوونۍ دامريکا په نيويارک ښارکې دټائمزسکوائر په ناکامه بمي بريدکې دپاکستاني نژاده امريکايي وگړي فيصل شهزاد دنيول کيدو اؤ دهغه لخوا ددې اعتراف څخه وروستو چې دبمونو جوړولو هنريې دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دطالبانوڅخه زده کړى دى دادپاکستان په قبائيلي سيمه دامريکادبې پيلوټه الوتکولمړى بريد دى.
دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې تير کال دپاکستان دپوځ لخوا دعملياتو پيل کيدو وروستو په ګڼ شمير کې جنګيالي نزدې شمالي وزيرستان او اورکزو ايجنسۍ ته تښتيدلي دي اؤ په شمالي وزيرستان کې په دې نزدې وختونوکې دپټوترهگرو په ضد د ډرون بريدونو لړۍ چټک کړل شوې ده.
دډرون په دغوبريدونو کې تر دې مهاله دپاکستاني طالبانو دپخواني مشر بيت الله محسود په ګډون په سلګونو کسان وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG