لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واشنگټن : صدر اوباما او صدر حامد کرزي نن لېدل کتل کوي


واشنگټن : صدر اوباما او صدر حامد کرزي نن لېدل کتل کوي
واشنگټن : صدر اوباما او صدر حامد کرزي نن لېدل کتل کوي
<!-- IMAGE -->

د امریکې صدر براک اوباما د شورو په ورځ د افغانستان جمهورئیس حامد کرزي سره د امریکا پایه تخت واشنگټن کې لېده کته کوي.
دواړه مشران دغه لېدل کتل په داسې حال کې کوي چې ورستیو کې د صدر اوباما انتظامیې او صدر کرزی اړیکې د تاوتریخوالې ښکار شوي وی.
ښاغلې اوباما به د شورو ټوله ورځ افغان صدر حامد کرزي سره تېروي چې پکې د غرمې ډوډۍ او وروسته خبري کانفرنس شامل دي.
د سپېنې ماڼې ویاند رابرټ گبز ویلي د غونډې مقصد افغانستان کې خاص هدفونه ترلاسه کول دي چې پکې په ځانگړي توگه د حامد کرزي د حکومت دننه بډی رشتونه ختمول شامل دي.
دامريکايي چارواکوسره به دکرزى په ليدنوکې دامريکااؤ ناټولۀ لوري دافغاني پوځ په تربيت اؤ په افغانستان کې قضايي محکمو په پياوړتياهم خبرې کولى شي.
حامدکرزى اؤ دهغه دکابينې غړي به دامريکايي کانگريس دغړو سره هم ليدنې کوي.
حامد کرزي واشنگټن ته دغه سفر په داسې حال کې کړى دى چې دتيرکال داگست په مياشت کې په افغانستان کې په ترسره شوؤ ټولټاکنو کې دشوې ټگۍ په موضوع دکرزي په بيانونو امريکائي چارواکي سخت خوابدي شوي وؤ. کرزي تور لگولى ؤ چې په ټولټاکنو کې د ملگرو ملتونو استازي لاسوهنه کوله.
هغه دا هم وئيلي ؤ چې که بهرنيان په افغانستان کې دمداخلې څخه لاس وانۀ خلي نو بيا به هغه دطالبانو په ليکه کې شامل شي.
دسپينې ماڼۍ وياند دافغان جمهوررئيس له لوري په ملگرو ملتونو او نورو بهرنيو قوتونو افغانستان کې دلاسوهنې تور رد کړى ؤ او وئيلي يې ؤ که چرې کرزي ددغه رقم سرغړونو څخه لاس وانۀ خستو نو امريکا ته دهغه راتلونکى سفر ځنډول کيدى شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG