لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډیوډ کېمرون د برتانیه نوې وزیراعظم جوړ شوی دی


ډیوډ کېمرون د برتانیه نوې وزیراعظم جوړ شوی دی
ډیوډ کېمرون د برتانیه نوې وزیراعظم جوړ شوی دی

<!-- IMAGE -->

د برتانیه کنزرویټو او لبرل ډیموکریټس گوندونه د کال 1945 نه راپدیخوا په لومړی ځل ائتلافي حکومت جوړول باندې صلاح شوي دي.
په برتانیه کې د عامو ټاکنو کې کوم سیاسي گوند ته واضح گټه نه وه ترلاسه شوې او په داسې حال کې نه وؤ چې ځان له حکومت جوړ کړي.
تېره ورځ د برتانیه پخواني وزيراعظم گورډن براؤن د خپلې څوکې او د لېبر پارټۍ مشرې نه استفا ورکړی وه .

<!-- IMAGE -->

او دغه شان یې 13 کاله وروسته کنزرویټو گوند له موقعه ورکړه چې لبرل ډیموکریټس گوند سره په گډه حکومت جوړ کړي.
پرون د برتانېه ملکه الزبته د محافظه کاره کنزویټو گوند مشر ډیوډ کېمرون صدراعظم ټاکلې وؤ او ورته یې د حکومت جوړولو بلنه ورکړې وه.
د کنزرویټو او لبرل ډیموکریټس گوندونه تر منځ شوي ټړون ترمخه به په گډ حکومت کې د لېبرل ډیمو کریټس گوند مشر نېک کلیگ مرستیال وزیراعظم وي او ځیني نور غړي به یې د وزیراعظم ډیوډ کېمرون په کابېنه کې شامل وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG