لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرمه ايجنسۍ کې تندلارو 16 کسان تښتولي دي


<!-- IMAGE -->

د افغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې چارواکي وائي د خالي په ورځ يو شمير شکمنو تندلارو چې د خاصه دارو جامې يې اغوستې وې 16 کسان يې تښتولي دي. د کوهاټ کمشنر خالد خان ډیوه ریډیو ته ویلي چې تښتول شوو کې د واپډه چارواکی هم شامل دي. ځایي چارواکی د تښتول شوو کسانو شمېره 60 ښایي.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه ريډيو ته وويل يو شمير جنگيالو چې په درنه وسله سمبال وؤ په کرمه ايجنسۍ کې يې لمړى دواپډا يو گاډى اودرولو او په دغه گاډي کې ناست څلور کسان يې وتښتول چې په هغې کې دوه دواپډا ملازمين او دوه عام وگړي وؤ.
ددغه پيښې څخه لږ ساعت وروسته پاړه چنار ته سفر کوونکو داولسي خلکو يو کاروان چې پکې گڼ شمير گاډي شامل وؤ تندلارو ونيولو.
چارواکو لمړى يواځې د30ؤ کسانو دتښتول کيدو پخلى کړى ؤ خو وروستو يې دغه شميره 57 وښوده.
په ټل سيمه کې دپوليسو يو لوړپوړي مشر چمن مير وويل تښتونکو د خاصه دارو وردۍ اغوستې وې.
په کرمه ايجنسۍ کې موجودو انتظامي چارواکو ددغه پيښې پخلى کړى او وائي دتښتول شوؤ خلکو دراخوشې کولو لپاره يې هلې ځلې پيل کړي دي.
چارواکو نۀ ده په ډاگه کړې چې دتښتونو په دغه پيښه کې څوک لاس لري او نۀ هم تراوسه کومې تندروه ډلې دخلکو دتښتونو مسؤليت په غاړه اخستى دى، خو چارواکي شک څرگندوي چې دغه کسان به تندلارو تښتولي وي او کيدى شي دخوشې کولو لپاره يې دخپلو بندي ملگرو دپريښودلو غوښتنه وکړي.
پاکستاني پوځيانو تير کال په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد عمليات پيل کړي ؤ، په سلگونو جنگيالي يې وژلي وؤ او دهغوي گڼ شمير مرکزونه يې هم له مينځه وړي ؤ خو پوځي چارواکي گمان کوي ددغو عملياتو څخه دبچ کيدو په غرض يو شمير تندلاري نورو قبائيلي سيمو ته تښتيدلي دي اودغلته خپل ناوړه پلانونه عملي کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG