لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نامعلومه وسله والو دقامي اسمبلۍ پخوانی غړی مولانا معراج الدین وژلی دی


<!-- IMAGE -->

د زيارت په ورځ سحر مهال دجنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکى دقامي اسمبلۍ پخوانى غړى مولانا معراج الدين په ټانک ضلع کې دوؤنامعلومو وسله والو په گولو ويشتلى او وژلى يې دى.
دضلعي پوليسو مشر اعجاز عابد خبريالانو ته وئيلي دي مولانا معراج الدين په موټر سائيکل سپرو دوؤ وسله والو هاغه مهال دټانک سيمې په يو کلي کې ووژلو کله چې هغه دسحر دنمونځ کولو څخه وروستو کور ته روان ؤ.
هغه زياته کړه په هغه زياتې ډزې شوې وې چې له امله يې سخت ټپي شوى ؤ او روغتون ته درسول کيدو څخه وړاندې يې ساه ورکړه.
ټانک ضلع دقبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان سره گډه پوله لري او دا مهال پاکستاني پوځيان جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد په عملياتو بوخت دي.
په تيرو وختونوکې مولانا معراج الدين دطالب جنگيالو او حکومت ترمينځ په ترسره شوؤ امن تړونونو کې مرکزي کردار ترسره کړى ؤ.
هغه دقبائيلي سيمو لپاره دجمعيت علماء اسلام(ف) ډلې مشر ؤ او په جنوبي وزيرستان کې يې دتندلارو په ضد دامنيتي ځواکونو لخوا دروانو عمليات څخه مخالفت ښودلى ؤ.
نوموړي په کال 2005م کې دحکومت او پاکستاني طالبانو دپخواني مشر بيت الله محسود ترمينځ دامن په يو تړون کې همکاري کړې وه.
هغه په کال 2007م کې دبيت الله محسود سره دخبرو اترو لپاره يوه کميټه هم ټاکلې وه چې په نتيجه کې يې په جنوبي وزيرستان کې اوربند رامينځته شوى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG