د امریکا اردو رپوټ ورکړی و چی شپږ کسه وژل شوی دی چی دوه تنه پکی د ملگرو ملتونو مامورین وو. د ملگرو ملتونو یوه نطاق په کابل کی ویلی دی چی دوه کسه چی دواړه افغانان وو، وژل شوی دی
دغو قواو ویلی دی چی دا چاودنه د غزنی په ولایت کی په یوه مسجد کی شوی ده . هغوی وایی چی د ملگرو ملتونو کار کونکی د اکتوبر د میاشتی دپاره د جمهوری ریاست په انتخاباتو کی د خلکو د نومونو په ثبتولو اخته وو.
ددی حملی په باره کی چی دوه تنه پکی زخمی شوی هم دی نور تفصیلات ندی ورکړ شوی . هیچ چا څه ندی ویلی چی دا حمله چا کړی ده .