لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ديموکراتانو په کانگره د ښاغلي کيري وينا - 2004-07-30


ډموکرات گوند د جمهوری ریاست د مقام لپاره ښاغلې جان کیری کاندید کړیدی او هغه خپله دغه کاندیدی ومنله او وعده ئې وکړه چې د سپینې ماڼې اعتبار به بیرته پر ځای کوی .ښا غلې کیری نن په دوه هفتیزه انتخاباتی مبارزه پیل وکړ . سناتور کیری پرون د پنجشنبی په ورځ په باسټن کې د ډموکرات گوند ملی غونډې ته دخبرو په وخت کې وعده وکړه چې امریکا به په کورنیو چار و کې لدی نه هم قوی کړی او په خار جې چارو کې به ئې احترام کیږی او دا به دهغه د جمهوری ریاست د انتخاباتی مبارزی شعار وی .

ښاغلې کیری اعلان وکړ چې د عالی قوماندان په حیث به دهغه په قول د جنگ په باب به هیواد په غلطه رهنمائې نکړی مگر د قوی استعمال ته ضرورت پیدا شی نو په هغه کې به ټکنی نوی .

د جمهوری ریاست د مقام لپاره د موکرات گوند کاندید جان کیری او د جمهوری غوښتونکی گوندید جمهور رئیس بوش دواړه به نن په انتخاباتی مبارزه پیل وکړی .

ښاغلی کیری او دهغه مرستیال جان ایډورډز مخکې لدی چې نن پنسلوانیا،لویدیځی ویرجینیا او اوهائیو ته روان شی په باسټن کې به غونډی ته وینا وکړی .

ښاغلې بوش به نن په میزوری او مشیگن کې غونډو ته ویناوی وکړی او سبابه اوهائیو او پنسلوانیا ته سفر وکړ .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG