لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نن په کابل کى  اوه تنه د يوبمب په چاودنه کی  وژل شوي دي - 2004-08-29


د افغانستان مقامات وایی لږ تر لږه اوه تنه د هغه بمب په چاودنه کی وژل شوي دی چی په کابل کی د متحده ایالاتو د یوې امنیتی موسسې له دفتر نه دباند ی وشوه. د افغانستان دانتقالی دولت د ریس حامد کرزي د د فتر نه یوه خپره شوې اعلامیه وایی په وژل شویو کسانو کی دوه تنه امریکایان، درې نیپالیان او دوه افغانان شامل دي. دغه اعلامیمه وایی چی له وژل شویو کسانو په جمله کی یو افغانان ماشوم هم شامل دی. د طالبانو یوه نطاق په ټلفون کی خبریالانو ته وویل چی د ډینکورپ په دفتر باندی دغه حمله دهغوی کار دی. دغه موسسه د ښاغلي کرزي دپاره امنیتی افراد برابروی. ضمنا د متحده ایالاتو پوځی مقاماتو ویلي دی چی د شنبې په ورځ د پکتیا په ولایت کی په یوې مدرسې کی د یوې چاودني په اثر نهه تنه ماشومان وژل شوي دي. د هغی چاودنی په اثر پنځه لس تنه زخمیان شوي دی. د پکتیا والي اسدالله وفا وویل په لومړنیو رپوټونو کی ښودل شوي وه چی دا چاودنه د یوه بمب په اثر شوې وه. خو د متحده ایالاتو مقاماتو وویل دوی لا اوس هم ددغی چاودني په علت نه پوهېږي.

XS
SM
MD
LG