لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان منتخب جمهور ریس حامد کرزی ژمنه کړی چی شخصی ملیشی به بی و سلی کی او مخدره موادو  کارو بار  به پای ته ورسوی - 2004-11-05


د افغانستان منتخب جمهور ریس حامد کرزی ژمنه کړی چی شخصی ملیشی به بی و سلی کی او مخدره موادو کارو بار به پای ته ورسوی. د پنجشنبې په ورځ هغه د افغانستان خلکو ته په وینا کی دهغو کسانو نه مننه وکړه چی پده باند یی اعتماد کړی دی . هغه ددی وظیفی د منلو وینا پداسی حال کی وکړه چی په انتخاباتو کی د هغه دری رقیبانو یونس قانونی ، محمد محقق او عبدل الرشید دوستم خپله ماته ومنله. ښاغلی کرزی دری کاله مخکی کله چی متحده ایالاتو د طالبانو رژیم ړنگ کړ دانتقالی دولت ریاست په غاړه واخیست. هغه به د دسمبر په میاشت کی په رسمی مراسمو کی د افغانستان جمهور ریس شی. په عین وخت کی د امریکا په مشری اییتلافی قواو ، په نښتو کی د ارزگان په ولایت کی څلور تنه مشکوک تندروان وژلی او پنځم تن یی ژوندی نیولی دی. په یوه بله پیښه کی چی د پکتیکا په ولایت کی وشوه څلور تنه ملکی کسان د هغه بم په چاودنه کی ووژل شول چی په افغانی عسکروباندی د حملی دپاره په کور کی جوړ شوی و او یوه پوځی مرکز ته نږدی وچاودید.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG