لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ریچارډ آرمی ټېج افغانستان ته په سفر تللئ دی - 2004-11-10


د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ریچارډ آرمی ټېج چی افغانستان ته په سفر تللئ وایی مقامات باید د ملگرو ملتو د هغو درو تنو کارکونکو په باب چی سړو تښتونکو تقریبا دوې هفتې مخکی یرغمل نیولي دي هیڅ معامله ونه کړی . هغه نن په کابل کی خبریالانو ته وویل چی د واشنگټن په نظر د یرغمل نیونکو سره خبری او روغه جوړه به یواځی هغوی نور هم خپل دې کارته تشویق کړی سړوتښتونکو پرون د خپلو غوښتنو په خاطر د یرغملو د وژلو د گواښونو مهلت تر نن پوری اوږد کړی و . سړي تښتونکي چی ځان هغي ډلي ته چی د مسلمانانو پوځ یادیږی مربوط بولی اوس د ٢٦ بندی طالبانو د خلاصیدو غوښتنه لری . هغوی د ملگرو ملتو دغه درې کارکونکي د اکتوبر په ٢٩ مه ونیول او تر اوسه یې د هغوی د وژلو نېټه څو واری اړولې ده . مقاماتو د کومو احتمالی مذاکراتو په باب چی سړي تښتونکي وایی شروع شوي دي تبصره نه ده کړې .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG